Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د علي‌پور د محاکمه کولو غوښتنې پيل شوې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/26

په کابل ښار کې د علي پور نیولو مسله  د خلکو له هر کلي سره مخ ده.

د میدان وردګو سلګونه اوسیدونکو د علي پور د نیونې ملاتړ وکړ او هغه یې باغي، او قاتل انسان یاد کړ.

دوی له ځان سره  د هغو کسانو عکسونه هم لیږدول چې علي پور وژلي او یا بندیان کړي دي.

ملي امنیت هم د علي پور نیونه تایید کړې او هغه یې قانون ماتونکی بللی دی.

علي پور چې په میدان وردکو کې خپل سری سیمه ایز قوماندان وو په ډول ډول جرمون تورن بلل کیږي.

د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې سلګونه لاریون کوونکي سړکونه ته راوتي و او د علي پور د نیونې ملاتړ او د هغوی د جنایتونو په وړاندې یې شاهدي ورکوله.

د ولسي جرګې ځینې غړي، هم د حکومت د دغه اقدام هر کلی کوي، خو د علي په ملاتړ د لاریون کوونکو اعمال غندي.
ملي امنیت د علي پور نیول تایید کړې، زیاته کړې یې ده چې علي پور په ۱۳۹۵ کال کې ۱۵۰ کسیزه ډله جوړه کړې وه چې د  خلکو د ازار سبب کرځېدل.

ملي امنیت په خپله خبر پاڼه کې لیکلي کله چې پولیسو په بهسود کې د هغه د نیونې اقدام وکړ هغې پنځه تنه پولیس یرغمل کړل او په تښته بریالی شو.
خو علي پور څوک دی؟

((علي پور مشهور په شمشېر قوماندان د میدان وردګو په کجاب دره کې خپل لومړنی فعالیت پيل کړ، چې ځانکړی بیرغ، درندې وسلې، ځانګړی یونفورم لري.
علي پور په څلورو کلونو کې خپل تشکیل څو برابره لوړ کړ او ملاتړ کوونکي یې هم د هزاره توکو مشران یادیږي.
علي پور دوه کاله وړاندې په مرکز میدان ښار کې عملیات وکړل چې شااوخوا نهه ملکي کسان یې له ځان سره یوړل چې د وخت د امنیه قوماندان او والي په وساطت د پيسو په بدل کې خوشې شول.
علي پور په ځلونو د خپلې ډلې جوړښت د کوچیانو په ضد یاد کړی او د راپورنو په اساس د بهسودو په لاره کوچیان برمته چې وروسته یې د وژلو راپورنه هم خپاره شول.
علي پور که څه هم ځان د امنیتي ځواکونو ملاتړی ګڼي خو څو ځلې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه اوښتی دی))

علي پور اوس په زندان کې دی، چې زرګونه هزاره‌توکمو یې په غبرګون کې لاریونونه پيل کړي دي.

دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي چې اتله څلويښت پولیس سرتیري په کې ټپيان شوي یو شمیر امنیتي پوسټې او د پولیسو وسایط هم په کې سوځول شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist