Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

څارونکي؛ د ټاکنو کمیسیون خلک تېرباسي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/25

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یو شمېر ولایتونو د ټاکنو لومړنیو پایلو ته په کتو وايي، ممکن په پایلو کې بدلون راشي.

 شکایتونو کمېسیون د نوماندانو اعتراضونو ته د رسېدو تر څنګ له ټاکنو کمېسیون غواړي چې د لومړنیو پایلو بایومتریک او له بایومتریک پرته د رایو مالومات ورکړي.

له دې سره سیاسي جریانونه خبرداری ورکوي چې تر اوسه دوی ته د کمېسیون کړنې د منلو نه دي او له بایومتریک پرته رایې له درغلیو ډکې دي.

ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان لپآره په دویمه ټاکل شوې نېټه هم ونه توانېد چې د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

اوس چې کمېسیون د یو شمېر ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، د نورو لا هم کره نېټه نه ده مالومه.

په ټاکنو د څار بنسټونه د کمېسیون لخوا د یو شمېر ولایتونو د لومړنیو پآیلو اعلان د خلکو د تېر اېستلو لپآره بولي چې له نیوکو خلاص شي.

د ټاکنو کمېسیون لخوا د د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د شکایتونو کمېسیون کار دی چې شکایتونه وڅېړي. شکایتونو کمېسیون وايي د شکایتونو له څېړنو ممکن په پایلو کې بدلون راشي.

له دې سره د ټاکنیزو شکایتونو کېسیون له ټاکنو کمېسیون غواړي چې لومړنیو پایلو کې د بایومتریک او نا بایومتریک رایو مالومات ورکړي.

د بایومتریک او نا بایومتریک رایو پر سر اوس هم د ټاکنو کمېسیون او سیاسي احزابو ناندرۍ دوام لري، سیاسي احزاب ټینګار کوي چې یوازې بایومتریک رایو ته دې اعتبار ورکړل شي خو کمېسیون ته لومړیتوب د رای ورکوونکو لیست لري.

د هغه ولایتونو چې لومړنۍ پایلې یې اعلان شوي، معترض نوماندان دوه ورځې وخت لري چې د لومړنیو پایلو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې شکایتونه ثبت کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist