Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

ټرمپ: پر پاکستان مې ټولې مرستې وځنډولې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/21

د اوباما د وخت لوړپوړو چارواکو پاکستان د سختدریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

د اوباما د وخت د دفاع وزارت مرستیال ډیوېډ سډني ویلي، وسله والې ډلې په پاکستان کې ازاد تګ راتګ کوي او هملته روزنه ورکول کېږي.

سډني ډاډ ښودلی، که پاکستان د سختدریځو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، افغانستان ته به ډېر ژر سوله راشي.

هاخوا د امریکا ولسمشر یو ځل بیا رسنیو ته ویلي چې د دې لپاره یې په پاکستان مرستې بندې کړي چې امریکا سره همکاري نه کوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران تر منځ په ټویټر کې له لفظي جګړې وروسته ټرمپ  یو ځل بیا د پاکستان په تړاو څرګندونې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، ځکه پاکستان ته میلیاردونه ډالر نه ورکوي چې امریکا سره یې مرسته نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې ویلي ((زه هیله لرم چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرم. خو اوس پاکستان ته هېڅ پیسې نه ورکوو. ما ټولې مرستې ځنډولي. پاکستان اوس له موږ څخه پیسې نه شي ترلاسه کولای. له پاکستان غواړو چې موږ سره همکاري وکړي.))

پر پاکستان تورونه دي چې په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه خپلو ګاونډیانو ته سرخوږی جوړوي.

د اوباما د واکمنۍ د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي ډیوېډ سیډني ویلي، لا هم پاکستان کې وسله والې ډلې تمرینات کوي او د افغانستان وضعیت ګډوډوي.

د اوباما د واکمنۍ په مهال د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزیر مرستیال ډیوېډ سیډني داسې ویلي ((موږ تر اوسه ګورو چې طالبان د پاکستان له لارې وسلې، جنګیالي او پیسې لېږدوي. موږ ګورو چې طالب جنګیالي تر اوسه په پاکستان کې پناه اخلي او کورنۍ یې هلته ساتل کېږي. همدا راز طالبان هلته ناستې کوي، تمرینات کوي او له پاکستانه افغانستان ته چاودېدونکي توکي لېږدوي.))

پاکستان له کلونو راهېسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوي، خو داسې ښکاري چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او لا هم له وسله والو ډلو د سیمې د بې ثباتۍ لپاره کار اخلي.
ډیوېډ سډني وايي، د وسله والو پر وړاندې د پاکستان جدي اقدام کولای شي چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي.

ډیوېډ سیډني داسې ویلي  ((موږ د هغو ادارو مشران هم وینو چې بندیزونه پرې لګېدلي، خو بیا هم په ازاده توګه پاکستان کې فعالیت کوي او د تاوتریخوالي په تړاو په ډاګه خبرې کوي. که پاکستان د طالبانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، نو افغانستان ته به ډېر ژر سوله راشي.))

د امریکا حکومت د روان کال له پیل راهېسې له پاکستان سره کلنۍ ۱،۳ میلیاردو ډالرو مرسته د دې لپاره وځنډوله چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي، خو پنټاګون له پاکستان سره د نظامي مرستو کلنۍ اندازه ۱،۶۶ میلیارده ډالر ده اوس بنده شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist