Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیل‌زاد د سولې په موخه متحده عربي اماراتو کې!

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/15

امریکا له هر بل وخته اوس کار کوي چې په شپږو میاشتو کې طالبانو سره سولې ته ورسیږي.

په عربي اماراتو کې د امریکا ، طالبانو او افغانستان استازو ترمنځ غونډې سولې ته لېوالتیا ډېره کړې.

په روانه اونۍ کې متحده عربي امارات د امریکا ،افغانستان او طالبانو استازو د یوې غونډې کوربه و.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابو ذبۍ کې د امارتو، سعودي عربستان او افغانستان له استازو سره په لیدنه کې ښکېلو خواوو افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او د نړیوالو په هڅو خبرې کړي چې پایلو ته یې د ملي امنیت شورا تمه لري.

د ملي امنیت شورا وایي، غونډه کې ژمنه شوې چې د افغان حکومت په مشرۍ به د سولې پروسه کې صادقانه همکاري وکړي.

له دې سره تحلیل کوونکي وایي، عربي امارات په وسلوالو طالبانو نفوذ لري او د عربي هېوادونو همکاري به د سولې پیل شوی بهیر لاپیاوړی کړي.

له دې سره تحلیل کوونکي باور لري چې امریکا سیاستونو بدلون کړی او اوس د جګړې پرځای سولې ته هڅې زیاتې روانې دي.

په مسکو کې له ناستې وروسته په عربي اماراتو کې دا دوهمه ناسته ده چې پایلو ته یې تمه شته.

که څه هم متحده عربي اماراتو د غونډې په تړاو جزیات نه دي خپاره شوي چې ګډون وال یې څوک و خو په افغان سوله کې د عربي هېوادونو همکاري له دې امله مهمه بلل کېږي چې ګڼي طالبانو ته له دې ځایه مرستې برابریږي او نفوذ پرې لري.

سولې شورا هم له سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو متحدینو غواړي چې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د سولې شورا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د خپلو ګټو لپاره دې افغانستان رقابتي جګړو ته لمن نه وهي.

د سولې روانو خبرو داسې پایله په لاس راځي چې افغانستان کې نور د جګړې بڼه د بدلون لورته روانه ده او زیات تمرکز په سوله کیږي.

امریکا او روسیه غواړي د یو ګډ تفاهم پر بنسټ د افغانستان په قضیه کې واحد نظر پیداکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist