Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فیفا اندېښنه لري، چې ولسمشریزې ټاکنې به وځنډېږي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/12

فیفا د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډ سره یو ځای انديښنه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه به وځنډېږي.

له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه ده چې د لا زیاتې روڼتیا او عدالت په موخه د رایو د بیا شمېرنې، قرنطین او څېړنې پړاونو ټول جزیات دې له نوماندانو سره شریک او څاروونکو ته دې د څار فرصت برابر کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه مؤسسه یا فیفا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غواړي چې د شکایت کوونکو د پوهاوي کچې ته په پام څېړنو کې سخت چلند و نه کړي.

له دې سره فیفا له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې د ټولو هغو کسانو نومونه ډاګیز کړي چې فشارونه پرې راوړي او ګواښونه کوي.

پر ټاکنیزو کمېسیونونو نیوکه ده چې د رایو د بیا شمېرنې، قرنطین او څېړنې پړاو کې یې د نوماندانو څاروونکو ته خبر نه دی ورکړی.

فیفا وړاندیز کوي چې د ګڼې ګوڼې د ختمولو لپاره دې یو مهالوېش جوړ او د نوماندانو له دفترونو سره شریک شي، چې د همغه پر بنسټ نوماندان خپل څارونکي محل ته ولیږي.

له دواړو کمېسیونونو غوښتنه ده چې د نوماندانو او د استازو منلو برخه کې یې ولایتي او مرکزي دفترونه پرانستي او تخصصي چلند وکړي.

دا چې کمېسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې دي، فیفا له ټولو په واک او له واکه بیرون ډلو غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې چارې د قانون له مخې تنظیم کړي، له وخت وړاندې کمپاینونو او له دولتي امکاناتو ګټه اخیستنه دې نه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist