Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/02

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او نورو نړیوالو ادارو د فعالیت ترڅنګ، تازه یوخ بهرني خصوصي شرکت هم په دې برخه کې نوی فعالیت پیل کړ.

د روپاني بنسټ اړوند د «اپیکس امانت» په نوم مالي او د وړو پورونو شرکت د افغانستان بانک په رسمي جواز تر دې وروسته هغو افغان متشبثو ته د وړو او منځنیو کاروبارونو په برخو کې له پنځه زره تر یونیم میلیون افغانیو پور ورکوي چې د دې شرکت له لوري روزنه ورکړل شوې وي.

له دې سره، افغانان کولی شي خپل شخصي کاروبار پیل او د کاري فرصتونو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د روپاني بنسټ رییس نصرالدین روپاني وايي: « اپیکس امانت شرکت به د افغانستان ځوانانو، بزګرانو، وړو کاروباریانو، راستنېدونکو، کسبه کارانو، د خدمتونو وړاندې کوونکو او سوداګریزو بنسټونو ته د اسلامي شریعت له اصولو سره سم، مسوولانه او اغېزناک مالي خدمتونه وړاندې کړي. زموږ موخه یوازې تمویل نه بلکې د فرصتونو رامنځته کول هم دي.»

د افغانستان بانک مسوولان د ورته وړو تمویلي پروګرامونو رامنځته کېدل د هېواد مالي او خصوصي سکټور په وده کې اغېزناګ ګام یادوي او زیاتوي چې دې بانک له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ګڼو مالي شرکتونو وړتیاوو ته په کتو، هغوی ته په ملي، د زون او ولایت په کچه د کرنې، سوداګرۍ او وړو تمویلونو په برخه کې د فعالیت اجازه ورکړې.

بلو پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه نوښت ستايي او زیاتوي چې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې په موخه یې ګڼو مالي شرکتونو ته د فعالیت سهولتونه ایجاد کړي او دې کار ته دوام ورکوي.

د افغانستان بانک د غیربانکي مالي څارنې مرستیال شاهپور میاخیل وايي: « د افغانستان بانک پرېکړه دا ده چې د دې ډول موسسو په ملاتړ سره وکولی شي په ټول هېواد کې هغو خلکو ته مالي امکانات برابر کړي چې د کار وړتیا لری، خو مالي امکانات نه لري. زموږ له مقرراتو سره سم، درې ډوله جوازونه ورکول کېږي، چې یو یې په ملي کچه، بل د زون په کچه او درېیم یې هم د ولایت په کچه دي.» 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار محمد سلیم ستانکزی وايي: « د صنعت او سوداګرۍ وزارت په استازیتوب مو د پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي او په هره برخه کې یې ملاتړ کوو.»  

په ورته مهال، اقتصاد وزارت وايي اسلامي امارت په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې له مخې ټول خنډونه لرې کړي او په خبره یې اټکل دا دی چې د همدې بهیر په دوام سره به افغانستان تر راتلونکو پنځو او لسو کلونو پورې د سیمې د اتصال مهم هېواد وي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « افغانستان کې پانګونه د ودې او پراختیا په حال کې ده؛ هم ملي او هم بهرني پانګوال د ښه امنیت، فساد نه شتوالي او بیوروکراسۍ له منځه تللو پانګونه کوي. دوی ته صنعتي ښارګوټي ځانګړي شوي، د برېښنا انرژي او نورې اسانتیاوې ورته برابرې شوې، مالیاتي تخفیفونه ورکړل شوي او نور سهولتونه ورته برابر دي.»

دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ارزونو په اساس، د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ډېری افغانانو وړو کاروبارونو ته مخه کړې، خو د لازمو اسانتیاوو او د مالي ملاتړ د نه شتون له کبله نه شي کولی خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

«یو‌ان‌ډي‌پي» د دې ستونزې د هوارۍ لپاره بهرنۍ مرستې او مالي ملاتړ مهم یاد کړی او د نړیوال بانک ترڅنګ یې پر بهرنیو پانګوالو هم د مرستې غږ کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو
اقتصاد

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist