شیخ مصري صنعتي ښارګوټي ته غځېدلی سړک هغه مهم مسیر دی چې هره ورځ پرې د ګڼو کارخونو کارکوونکي، موټرچلوونکي او د سیمې اوسېدونکي تګ راتګ کوي، خو د سړک خراب وضعیت د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی.
دې ښارګوټي ته تلونکي موټرچلوونکي وایي، د سړک خرابوالي له امله یې موټر ډېر کله تخنیکي ستونزې پیدا کوي او دوی یې له اضافي لګښتونو سره مخ کېږي.
موټر چلوونکی محمد رحیم وايي: « په دې لاره کې ډېر مشکلات دي او هرځل چې ځو راځو زموږ موټر ته زیان رسېږي.»
موټر چلوونکی صدیق الله وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې دا سړک جوړ کړي، هم زموږ موټر خرابوي او هم خلک ناروغوي.»
دا ستونزه یوازې تر موټر چلوونکو محدوده نه ده؛ د شیخ مصري سیمې اوسېدونکي هم د دې خراب سړک له ګرد او غباره په تنګ شوي دي.
دوی وایي، د ناروغانو د لېږد پرمهال هم له ستونزو سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې د دې مسیر د جوړېدو چارې ژر پیل کړي.
د سیمې اوسېدونکی حکمتالله وايي: « مشکلات زښت ډېر دي، په ځانګړې توګه ناروغانو ته ډېر زیان رسوي.»
د سیمې اوسېدونکی عبدالولي وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې دا سړک جوړ کړي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي. ډېر وخت کېږي چې دا سړک خام دی.»
د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي د خراب سړک ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې ده.
د دوی په خبره، د سړک جوړېدو لپاره د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د بودیجې له ځانګړي کېدو وروسته یې د جوړولو عملي چارې هم پیل شي.
د صنعتي پارکونو او سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « د شیخ مصري صنعتي پارک د سړک ستونزه له ولایت مقام سره شریکه شوې، دغه راز له مرکزي حکومت او موسسو سره هم شریکه شوې ده. د والي صاحب په ځانګړي هدایت د فواید عامې ریاست له خوا د دې سړک سروې او ډیزان شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې بودیجه منظوره او د جوړولو کارونه پيل شي.»
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې دا مهال شاوخوا ۱۵۰ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې تر اوسه دې ښارګوټي ته غځېدلې لار کنډ او کپره پاتې ده.
د کارخونو د مسوولینو په باور، د دې سړک رغونه به د صنعتي ښارګوټي د تګ راتګ ستونزې راکمې او د کارخونو د فعالیت لپاره به د ټرانسپورټي اسانتیاوو په برابرولو کې اغېزمن ثبات شي.