پنځه کاله وړاندې د اګېسټ په ۳۱ مه، وروستی امریکايي عسکر، کرېسټوفر ډوناهوی د کابل له هوایي ډګر څخه هغې شینوک څرخکې ته د ورختونکي کتار وروستی سرتیری و چې له الوت سره یې په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضور هم رسما پای ته ورسېد.
دغې ورځې که څه هم د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې، ستړې کوونکې او لوړ لګښت لرونکې جګړې ته د پای ټکی کېښود او دا هېواد یې د افغانستان له منجلابه و ایست؛ خو د پنځو کلنونو په تېرېدو سره لا هم د عملي کېدو پر بهیر یې نیوکې کېږي.
متقاعد جنرال سکاټ مېلر چې له ۲۰۱۸زېږدیز کاله یې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه لرله وايي، د خروج څرنګوالي په تړاو ناخوښ و او په تړاو یې ښه احساس نه درلود.
نوموړي له «اېبيسي» نیوز ټلویزیوني رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، دی له دې ډول خروج سره همغږی نه و، خو اړ و چې د یوه سرتېري په توګه په دې اړه ورکړل شوې تګلاره عملي کړي.
جنرال سکاټ مېلر زیاته کړې: « ما احساس کړه چې یو ناخوښ کار ترسره کوم. زه اړ وم هغه څه چې ماته ویل کیږي، ترسره کړم؛ خو ما یې ترسره کېدل اړین نه ګڼل. ما هغه مهال نه غوښتل د هغو کسانو سترګو ته ځير وګورم چې لس، پنځه لس کاله مو سره پېژندل. زه پوهېدم چې هغوی پر ما حساب کوي؛ خو موږ اړ و چې هغوی ته ووایو، موږ ځو، موږ په واقعي مانا ځو او زموږ ځواکونه دا ځای پرېږدي. ما درک کوله چې د یوه سرتېري په توګه باید د حکومت راکړل شوې تګلارې عملي کړم مګر په ورته وخت کې هغوی داسې ګڼله چې ګني زه ورسره خیانت کوم.»
مېلر یوازینی امریکایی نه دی چې د امریکا د تېر ولسمشر جو بایډن دغه تګلاره ننګوي بلکې د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې پخواني مشر، مایکل مککال په څېر ګڼو سیاستوالو هم ناسمه پرېکړه بللې ده.
یو شمېر ان د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر خونړي برید کې د ۱۳ امریکايي عسکرو وژل کېدل هم د همدې ناسنجیده پالیسیۍ پایله ګڼي.
د امریکايي سیاستوالو نیوکې له دې کبله هم دي چې ګني دې کار نه یوازې په نړیواله کچه د امریکا باور ته زیان ورساوه بلکې په افغانستان کې یې د دې هېواد سیاسي او پوځي لاسته راوړنې هم له صفر سره ضرب کړې.
د پوځي چارو شنونکی، کامران امان وايي: « دوی ته بله لاره نه وه پاتې، ځکه دوی ماتې خوړلې وه. سره له دې چې افغانان پر خپلو تعهداتو ولاړ وو، خو دوی له ډاره ووتل.»
د پوځي چارو شنونکی، اسدالله ندیم وايي: « له افغانستان څخه د امریکا بشپړ خروج د امریکا لپاره د خپلو اوږو د بار سپکولو یوه لاره وه، خو د افغانستان او افغانانو لپاره یوه فاجعه وه. دا د یوه ملت او دولت د برخلیک په اړه یو ډول بې پروايي او نه پاملرنه وه.»
هاخوا اسلامي امارت چې د امریکا له خروج وروسته له تېرو پنځو کلونو راهیسې په واک کې دی، د اګسټ ۳۱مه، د شل کلنو قربانیو د پایلې ورځ ګڼي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وايي: « د سنبلې نهمه یا د اګېسټ ۳۱ مه، د افغانانو لپاره هغه ویاړلې ورځ ده چې ثابته یې کړه د هېواد د استقلال او خپلواکۍ لپاره قرباني حتمن نتیجه ورکوي. هغه تور او خونړی اشغال چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه نېټه پيل شو، د افغانانو له شل کاله جهاد او قربانیو وروسته، د اګېسټ په ۳۱ مه پای ته روسېد.»
د سپټمبر د ۹مې او ۱۱مو پېښو وروسته، د امریکا په مشرۍ د ناټو سازمان شاوخوا څلوېښتوهېوادونو د ۲۰۰۱زېږدیز کال د اوکټوبر په اوومه، پر افغانستان برید وکړ او د تېر اسلامي امارت له ماتې وروسته د شلو کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شول.
امریکا که څه هم په سر کې د راتلو اصلي موخه د القاعدې شبکې له منځه وړل او په افغانستان کې دولت جوړونه ښودلې وه؛ خو د دې خلاف یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر شعار لاندې سلګونه زره عامو افغانو ته مرګ ژوبله واړوله او دغه شعار یې د عامو افغانانو پر کليو او بانډو د ړندو او هدفي بمباریو له لارې عملي کړ.