Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

د عمران خان کورنۍ د پاکستان پوځي حکومت پر دېکتاتورانه پالیسیو اعتراض کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان او مېرمنې ته یې د کورنیو له غړیو او وکیلانو سره د لیدنې او روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

دې سازمان په بند کې د عمران درې کاله بشپړېدو ته په اشارې ویلي، د پاکستان حکومت عمران او مېرمن یې له عادلانه محکمې، مناسبې روغتیايي پاملرنې او د کورنۍ د غړیو له لیدنې بې برخه کړي او هم یې  په انفرادي بندخونه کې ساتلي دي.

یاد سازمان دغه راز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د عمران خان د پلویانو د سوله ییزو لارویونونو مخه ډپ نه کړي او د لاریون کوونکو پر وړاندې له زورزیاتي او خپل سرو اقداماتو لاس په سر شي.

د سوېلي  اسیا لپاره د  بښنې نړیوال سازمان سرپرسته ایزابېل لاسي وايي: « د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د عمران خان او بشرا بي بي سره د هغوی د کورنۍ  او وکیلانو د ليدنې حق له کوم شرط پرته پوره کړي.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال ۷۲ کاله عمر لري، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د فساد په ځينو قضیو کې د ښکېلتیا په تور بندي دی.

د عمران کورنۍ غړیو او د تحریک انصاف ګوند(پي‌ټي‌ای) په کراتو د عمران خان د نیولو قضیه سیاسي پلمې بللي او د دې هېواد د پوځ مشر، عاصم منیر یې تورن کړی چې د خپلو سیاسي موخو لپاره د دې ګوند رهبري ځپي.

پي‌ټي‌ای د عمران خان په بند کې د درې کلونو پوره کېدو سره سم، په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د پراخو لاریونو پیلولو خبر ورکړی او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې په دغو سووله ییزو احتجاجونو کې ورسره برخه واخلي.

د عمران خان زوی قسیم خان له سي‌اېن‌اېن ټلویزیون سره په مرکه کې د تحریک انصاف ګوند او نورو سیاسي ګوندونو د سووله ییز لاریونونو پر وړاندې د پاکستان حکومت پالیسي د تاوتریخوالي او ډېکتاتورۍ پر اصولو متمرکزه بللې.

نوموړي ویلي، پاکستان د یوه پوځي ډېکتاتور تر سیورۍ لاندې دی چې لاریون کوونکي په کې په  ناوړه چلن سره ځپل کېږي.

د عمران خان زوی ویلي: « حکومت تل د هر ډول لاریونونو پر وړاندې ناوړه چلن غوره کړی او دا هر څه په وروستیو څو کلونو کې پېښ شوي.  دا یوه پوځي ډېکتاتوري ده، دوی لاریون کوونکي په ناوړه چلن سره ځپي.»

د راپورونو له مخې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان  پر وړاندې  د توشه خانې څخه غلا، د ځمکې او پیسو د فساد تورونه او د پوځي چارواکو پر وړاندې د سیاسي مخالفت سخت دریځ نیونه، په بند کې د پاتې کېدو اساسي لاملونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist