Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې مېرمنې: د ځان بسیاینې وړتیا لرو خو د کار لپاره اړتیا وړ توکي نه شته 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/07

په سوېلي کندهار ولایت کې یو شمېر مېرمنې،چې په بېلابېلو صنعتي کارونو بوختي دي، له حکومت او مرستندویه ادارو د کارخونو جوړولو او خامو موادو برابرولو غوښتنه کوي.

کندهار ښار کې یوه مېرمنه توانېدلې،چې په خپل کور کې د ۴۰۰ زرو افغانیو پانګې پر مټ د بې وزلو او کونډو میرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړې.

په یاده کوچنۍ کارخونه کې شااوخوا ۱۵ مېرمنې پر کار بوختې دي،چې د کالیو او لوښو پریولو شامپو او صابون جوړوي او بیا يې په بازار کې پلوري.

د کارخونې کاروونکې وايي، که څه هم معاش یې کم دی،خو بیا هم خوشاله دي، چې څه نا څه يي د کور اړتیاوې پوره کیږي.

د کارخونې یوه کارکوونکې قمره وايي:«خاوند مې فلج دی. هغه راته په کور کې پروت دی، کار نه شي کولی. څوک نه لرم،چې کار راته وکړي،چې له دې مېرمنې دلته کارخونه کې کار کوو. له دولته مو غوښتنه دا ده،چې د کار زمینه راته برابره کړي. اوس زما د کورنۍ مصارف زما پر غاړه دي. دلته کار کوم، خو دا پیسې راته بسنه نه کوي.»

د کارخونې یوه بله کارکوونکې روبینه بیا وايي:« دلته کارخونه کې په کار کولو سره مو یو څه کذاره کېږي. د کارخونې مسووله یو څه پیسې راکوي او یو څه ضرورتونه مو پرې رفع کېږي. خو د کور ټول مصارف پرې نه کېږي. د ګټې وټې سړی نه لرو.» 

دې کوچنی کارخونه کې توليد شوې شامپو او صابون د کندهار ترڅنګ د سويلي حوزې يو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کیږي.

د یادې کارخوني مشره ساقي جانه وايي، د کمزوري اقتصاد له امله خپل کار ته پراختيا نه شي ورکولای،خو که حکومت او مرستندویه ادارې يې د کارخوني د پراخوالي او خامو موادو په برابرولو کې مرسته وکړي،سلګونه نورو میرمنو ته به هم د کار زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه:«  زه اوس څلور ماشومان لرم. له ما سره اوس مهال شااوخوا ۱۵ مېرمنې کار کوي. زما له دولته غوښتنه دا ده،چې  د کارخونې لپاره مې ماشینونه زیات کړي، د مواد مرسته دې راسره وکړي او زما مایع دې راته ډېره کړي. اوس مهال کارخونه کې څلور ماشینونه لرم، غواړم، دا ۱۰ یا ۱۵ شي،ترڅو نورې مېرمنې هم راسره پر کار بوختې شي.»

په هیواد کې د بې وزلۍ تر څنګ څو لسیزي جګړې،چې ډېری مېرمني یې بې سرپرسته کړي، اړې دي،چې د خپل کورني اقتصاد لپاره لاس پر کار شي،خو په دې برخو د اسانتیاوو نه شتوالی هغه څه دي،چې ډېری بې سرپرسته میرمني د کار پر ځای سوال کولو ته مخه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist