Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ښاریان: د زیات ورښت له امله ستونزو سره مخ یو 

کندهار کې سوداګر او پانګه وال: له افغانستان بانک غواړو د پیسو اېستلو برخه کې محدودیتونه لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

په کندهار ولایت کې یو شمېر سوداګر او پانګه وال وايي، بانکي محدودیتونو له ستونزو سره مخ کړي او په خبره یې له افغانستان بانک غواړي، چې د پیسو اېستلو برخه کې محدودیتونه له منځه یوسي. 

کندهار کې یو تن سوداګر وايي:« ټول کاروبار ولاړ دی، ځکه پیسې نه شته، ټوله پانګه مو په بانکونو کې بنده ده، چې پیسې ونه لرو، تجارت او سوداګري به پر څه وکړو. که دا ستونزه همداشان دوام وکړي، زموږ کاروبار به پر ټپه ودرېږي.»

افغانستان بانک له بانکونو د پیسو اېستلو کچه په اوونۍ کې له دوه سوو ډالرو څلورو سوو ته لوړه کړې، خو خصوصي بانکونه لاهم پېرېدونکو ته یوازې دوه سوه ډالر یا شل زره افغانۍ ورکوي.

سوداګر وايي، په بانکونو کې یې پر پیسو د وضع شویو محدودیتونو تر څنګ د سپین بولدک – چمن لارې تړل کېدو سخت زیانونه اړولي دي.

دغه لاره که څه هم د یوې میاشتې تر تړل کېدو وروسته اوونۍ وړاندې د سوداګرو او مسافرو پر مخ خلاصه شوې، خو سوداګر وايي، د دغو زیانونو جبران یې تر ډېره د وس خبره نه ده.

کندهار کې د تازه او وچې مېوې یو تن سوداګر وايي:« تړلو لارو موږ ډېر زیانمن کړي یو، کله به چې د پاکستان لاره بنده شوه، موږ به خپل مالونه د چابهار بندر له لارې لېږدول، خو دا ځل هلته هم ټکس ډېر لوړ شوی وو. موږ ته تړلو لارو ډېر زیان رسولی دی، چې راګرځول یې د ډېر وخت خبره ده.»

اخوا د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بناء هم له پاکستان سره د یوې میاشتې تړلې لارې له امله سوداګرو ته د درنو زیانونو اوښتو خبره کوي.

 هغه زیاته کړه:« د بانکونو تر څنګ موږ تړلو لارو هم ډېر زیانمن کړي یو، پر هر یوه کانټينر به له سلو تر ۱۵۰ ډالرو هره شپه جرمانه راتلله، د سوداګرو مېوې خرابې شوي.»

د سپین بولدک – چمن لاره که څه هم تر یوې میاشتې ځنډ وروسته خلاصه شوې، خو لاهم سوداګر او په خاصه توګه مسافر پر دغه لاره د پراخو بې نظمیو او د پاکستاني پولیسو له لورې د ناسم چلن شکایت کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist