Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرنه د سولې لپاره موسسه افغانستان کې ۹ میلیارده ډالر پانګونه کوي

کرنه د سولې لپاره موسسه افغانستان کې ۹ میلیارده ډالر پانګونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

افغانستان په دې وروستیو کې د ځان بسیاینې پر لور ګامونه تجربه کوي؛ د دې مزل ډېره برخه یې په کرنې او مالدارۍ ورټوله ده.

بله خوا، افغانستان یو له هغو هېوادونو هم دی چې په دې وروستیو څو کلونو کې یې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو له امله د پام وړ زیانونه لیدلي.

تازه «کرنه د سولې لپاره» موسسې ویلي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي په برخه کې ۹ میلیارد ډالره پانګونه کوي.

د دې موسسې بنسټ اېښودونکي د اسلامي امارت د کرنې له سرپرست مولوي عطا الله عمري سره لیدنه کې ویلي، که د افغان حکومت چارواکي ورسره همکاري وکړي، نو په دې برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت محترم وزیر مولوي عطاالله عمري د کرنه د سولې لپاره موسسې له بنسټ اېښودونکي جېمز برټ او د موسسې له یو شمېر نورو مسوولینو سره د کرنې په وزارت کې وکتل. په دې لیدنه کې مولوي عطاالله عمري په پراختیايي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.»

مستعین زیاتوي، سرپرست وزیر د پروژو له پلي کوونکو غوښتي چې د افغان بزګرانو او خلکو ګټې لپاره باید د پروژو په پلي کولو کې له روڼتیا کار واخلي.

هغه په دې اړه وايي: « هغه بودیجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې وي، باید د پروژو د مسوولینو له خوا په شفاف ډول ولګول شي، ترڅو د افغان بزګرانو او خلکو پر ګټه تمامه شي. د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو موسسو همکاري راجلب او په مرکز او ولایتونو کې بېلابېلې پروژې عملي کړي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي بیا په افغانستان کې د دې ډول پروژو پلي کېدل ګټور بولي خو ټینګار کوي چې د دا ډول پروژو د  پلې کولو لپاره باید اسانتیاوې رامنځته شي او په کې له ځوانو کادرونو هم ګټه پورته شي.

د اقتاصدي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « په حقیقت کې د دوی دا حرکت او په دې برخه کې چې کاملا ً تازه او انساني ده، دا یوه نوې او تازه خبره ده چې په افغانستان کې منځته راځي. زه فکر کوم دغه کار یو له غوره کارونو دی، هیله لرم چې تطبیق شي او افغانستان یې په داخل کې داسې مدیریت کړي او سهولیتونه ورته برابر کړي چې دوی بیا بیا راشي.»

د اقتصادي چارو شنونکی سېلاب سمندر وايي: « دا چې نړیواله ټولنه غواړي د اقلیمي بدلون پروژې په افغانستان کې پلې کړي، دغه کار په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو مؤثر تمامېدای شي او د افغانستان لپاره په اوسني چلنجي حالت کې یوه نغده عملي ګټه هم ده. حکومت باید دوی ته په ډېرو اسانه شرایطو د فعالیت اجازه ورکړي، خو د څار او د افغانستان د بشري کادرونو د استخدام په برخه کې دې لازم ګامونه پورته کړي.»

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو شمېرل کېږي چې له اقلیمي بدلون یې زیات زیانونه لیدلي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکو د آذربایجان په باکو کې نړیوال کنفرانس ته د وینا پرمهال ویلي چې افغانستان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist