ټاکل شوې د پنج شنبې په ورځ د روسیې د لومړي وزیر مرستیال «الکسي اوورچوک» په مشرۍ لوړ پوړی اقتصادي پلاوی کابل ته راشي.
بهرنیو چارو وزارت د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا بللې.
د دې ترڅنګ به په افغانستان کې د روسیې پانګونې لپاره د فرصتونو د ارزولو او د ګډو اقتصادي پروژو په تړاو هم بحثونه وشي.
د بهرنیو چارو وازرت په خبرپاڼه کې راغلي: « د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه د بحثونو ترسره کول دي.»
هاخوا، سپوټنیک روسیې رسنۍ په افغانستان کې د دې هېواد د سوداګریز مرکز مشر، رستم خبیبولین له قوله ویلي چې د دې سفر په لړ کې به د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یاد روسي چارواکي ترمنځ یو مهم سوداګریز او اقتصادي سند هم لاسلیک شي.
د معلوماتو له مخې، دا هوکړه لیک د لوجسټیک، سوداګرۍ، پانګونې او د سوداګریزو وېزو د اسانتیاوو په برخه کې لاسلیک کېږي چې ځانګړې او بې سارې بلل شوې.
رستم خبیبولین وايي: « دا هوکړه لیک د لوجسټیک، سوداګرۍ، پانګونې او د تجارتي وېزو د اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ به ګڼې اقتصادي برخې راونغاړي چې ځانګړی او بې سارې به وي.»
د یاد لوړ پوړي روسي چارواکي سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۶مه لا له وړاندې د دې سفر په اړه خبر ورکړی و.
د چارو شنونکي له روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا مهمه بولي، خو له نورو سیالو هېوادونو سره یې په دې اړیکو کې د توازن او انډول پر رامنځته کېدو ټنیګار لري.
بل نظر دا دی چې د دې سفر په لړ کې به پر سیاسي او امنیتي مسایلو هم خبرې ترسره شي چې د ترهګرۍ او نشهيي توکو ستونزه به یې د سر ټکي وي.
افغانستان ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک له سفر وړاندې نوموړي د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په څنډه کې له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په دوه په دوه لیدنه کې د انرژۍ، پانګونې او ټرانزیټي اتصال همکاریو پر غځېدا هم خبرې کړې وې.