دواړو خواوو له افغانستان سره د برېټانیا د مرستو او له پاکستان سره د ستونزو او اړیکو پر مسائلو غږېدلي.
ریچارډ لینډزي ویلي، د سیمې روان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د اړیکو د عادي کولو په تړاو یې له ښکېلو خواوو سره لیدنې او سلا مشورې هم کړې دي.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د سفر خبر ورکړی، ترڅو د کابل او اسلاماباد ترمنځ شته ستونزو او ننګونو حل ته د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
د ارګ خبرپاڼې یوه برخه:« ریچارډ لینډزي ویلي، په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د اړوندو موضوعاتو په اړه به د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.»
د ریاست الوزرا دفتر رییس ملا عبدالواسع د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو رغولو برخه کې د لندن هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې له نړۍ سره تعامل غواړي.
د نوموړي په خبره اوسنی حکومت د خبرواترو له لارې د مسایلو حل ته ارزښت ورکوي او د سیمهییزې سولې او ثبات ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت مرستیال واند حمد الله فطرت وايي:« ملا عبدالواسع له افغانستان سره د برېټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو د برېټانیا او نورو دوست هېوادونو د هڅو قدراني وکړه. نوموړي وویل چې اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو غوښتونکی ده او د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کوي.»
تر دې وړاندې قطر، ترکیې، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او د ستونزو د حل هڅې کړي؛ خو داسې بریښي چې پایلې یې د اړیکو د ناسم وضعیت دوام دی.
لاملونه یې د پاکستان هغه غوښتنې بلل کیږي چې ورته د رسېدو تمې لري؛ هغه څه چې افغانستان یې نه خپل مسوولیت او نه یې هم د ستونزو د رامنځته کېدو عوامل ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکي پر پاکستان د برېټانیا سیاسي نفوذ او تر ډېره ښو اړیکو ته په پام دا ځل دې ته خوشبیني ښيي چې نوې هڅې وکولای شي، د اړیکو موجوده کنګل مات کړي.
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:« د برېټانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي کولای شي چې د خبرو اترو بیا فعالولو او د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې په برخه کې اغیزناک رول ولوبوي، ځکه برېټانیا له کابل او اسلام اباد دواړو سره د اړیکو د سیمه ییزو سیاسي معلوماتو او نړیوال ډېپلوماتیک نفوذ ظرفیت لري. د برېټانیا رول ځانګړی اهمیت په دې کې دی چې دغه هېواد له یوه لوري د درېځ د ملاتړ پر ځای د دواړو هېوادونو امنیتي اندېښنې په جلا او متوازن ډول ازولی شي.»
د شنونکو په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې مثبت بدلون ته تمې هغه مهال راټوکېدلی شي چې مقابل لوری د دې ستونزې حل لپاره اراده ولري او یا د یوه بې طرفه با نفوذه منځګړی درېم جهت له لوري د مسالې حل ته وهڅول شي.
دا داسې مهال ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې له سیاسي او امنیتي ناندریو او کشالو وروسته تر بل هر وخت په خپل کړکېچن حالت کې دي او هرڅه پر ټپه درېدلي.