Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کانونو او پټرولیم وزارت: د لوګر میس عینک کان پروژې چارې به ژر پیل شي

کانونو او پټرولیم وزارت: د لوګر میس عینک کان پروژې چارې به ژر پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/10

د کانونو او پيټرولیم وزارت وايي، له چینايي شرکت سره په خبرو بوخت دي تر څو د مس عینک سترې پروژې پر وړاندې خنډونه لرې او کارونه پرې پیل کړي.

د یاد  وزارت ویاند همایون افغان وايي، د لوګر د مس عینک کان په سیمه کې د لرغونو آثارو شتون د دغه کان د استخراج ځنډ لوی لامل دی.

افغان زیاته کړې:« پلان یا نوې طرحه مو وړاندیز کړې که هوکړه پرې وشوه نو بیا به عملاً د استخراج چارې پيل شي. نوې طرحه دا ده چې مخکې پلان داسې و چې دوی به له بره لارې څخه خلاص کار کوي؛ خو دا چې هلته قدیمي اثار دي نو پلان دا دی چې د ځمکې لاندې کار وکړي او د دې لپاره دوی طرحه راوړې ده دا به مطالعه کېږي.»

چاراوکي وايي، د دغه کان د را اېستلو په صورت کې به هر کال افغانستان ۳۵۰میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

بل خوا د کانونو او پیترولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د هېواد ۷سترو کانونو استخراج تړونونه یې له چینايي، ترکیې، ایراني، او بریتانیا هېوادونو له شرکتونو سره لاسلیک کړي چې د چارو پیل سره به سم زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

افغان زیاتوي: « لکه څنګه تاسې په جریان کې یاست، په د سنبلې پر ۹مه ستر کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شول، له قرارداد وروسته عملاً له هغوی سره ناستې شوې، ابتدایي کارونه پيل شوي او نور به کله چې دوی تضمینونه کېدي ساحې به ورته تسلیم شي. دوی به ساحه اشغالوي او ابتدايي چارې به پرمخ وړي او په دې کې به ډېری هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابرېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان  د لوګر میس عینک کان پروژه د افغانستان لپاره حیاتي بولي او وايي، حکومت دې چینايي شرکت دې ته واداره کړي تر څو په دې کان ژر تر ژره کار پیل کړي.

دوی وايي، د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ به افغانستان له دې پروژې میلیونونه ډالره عواید هم راټول کړي.

 د اقتصاد چارو کار پوه عبدالنصیر رشتیا  وايي: « د لوګر د مس عینک کان تر ټولو لویه پروژه ده، که چېرې دا پلي شي او استفاده ترې وشي نو سربېره له دې، چې هر کال به میلینونه ډالر عواید د دولت خزانې ته اضافه شي، ترڅنګ به یې لسګونه زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر د مس عینک کان کیندنې تړون په ۲۰۰۸ کال کې له چینایي ایم.سي ‎.سي.سي شرکت سره لاسلیک شو، خو لا تراوسه پورې یې د کېندنې چارې نه دي پېل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist