Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/20

چابهار بندر چې د ایران په جنوب ختیځ کې موقعیت لري، له تجارتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره  سټراټیژیک ارزښت لري.

دغه ستر سوداګریز بندر افغانستان په لومړي سر کې د ایران له اوبو او بیا د بحر له لارې هندوستان سره نښلوي او نړیوالو بازارونو ته د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو ښه بدیل ګڼل کیږي.

سره له دې چې هند او ایران په دې بندر کې ډېره پانګونه کړې، خو اقتصادپوهان د امریکا لخوا پر دې بندر د بندیزونو بیا وضع کېدو اصلي لامل هم تهران او نوی ‌ډهلی بولي او زیاتوي چې د دغو بندیزونو له امله به د افغانستان اقتصاد او تجارت ته هم زیان ورسېږي.

اقتصاد پوه سید مسعود وايي: « موږ الترنتیف لارې هم نه لرو او که پیدا هم شي باید یوازې قزاقستان کار وکړي او موږ د کسپین له لارې مدترانې ته وروسوي. موږ کولی شو د کسپین له لارې د ختیځې آسیا له هېوادونو لکه کوریا، انډونیزیا، مالیزیا سره راکړه ورکړه وکړو؛ خو دا ډېره اوږده او ځمکنۍ لاره ده، ډېره ګرانه تمامېږي. همدارنګه هندي توکي که هوايي هم راشي، بیا هم قېمته لوېږي. نو زما په اند، دا کار موږ لپاره تر ټولو ډېر زیان لري. موږ په پاکستان کې د کراچۍ او ګوادر بندرونه لاسه ورکړي او که دا بندر هم له لاسه ورکړو، موږ د بحر له لارې له سوداګرۍ سره خدای پاماني کوو او ترڅنګ یې له هغو وارداتي توکو سره هم خدای پاماني کوو چې له جنوبي کوریا، مالیزیا او انډونیزیا او جاپان څخه راځي.»

امریکا د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې پر چابهار بندر له بندیزونو معافیت اعلان کړ او هغه مهال یې موخه د افغانستان لپاره د بدیلې ټرانزیټي لارې په توګه کارول وو چې دا اقدام د هېواد اقتصادي ثبات او سیمه ‌ییز اتصال لپاره مهم او اغیزمن و.

د امریکا ولسمشر تازه پریکړې سوداګر اندېښمن کړي او باور لری چې دا اقدام به د ایران، هند او افغانستان په شمول د سیمې تجارتي اړیکې او اقتصاد زیانمن او ستونزمن کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي: « دا چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی او آزادو اوبو ته لاسرسی نه لري، نو د هر بندر او هرې لارې خلاصوالی د افغانستان سوداګرۍ ته ګټه رسوي. دا چې اوس ټاکل شوې پر چابهار بندر بیا بندیزونه ولګول شي، بېله شکه افغانستان ته زیان اړولی شي، خو له نېکه مرغه افغانستان اوس له ډېرو لارو سره وصل دی او کولی شي خپله سوداګري د ځمکې له لارې روانه وساتي. په ټولیزه توګه باید ووایم چې چابهار بندر یو سټراټیژيک بندر دی او که چېرې دا بندر همداسې خلاص پاتې شي، افغانستان ته ډېره ګټه رسوي.»

د راپورونو له مخې، په وروستیو څو کالونو کې د چابهار بندر له لارې د تجارتي اموالو د لېږد کچه د پام وړ ډېره شوې او د اټکل له مخې له ۸ میلیون ټنو اوښتي او د لېږدول شویو کانټینرونو شمېر هم له لسګونو زرو تېر دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist