Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/02

پلازمېنه کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال ۷ ورځني نندارتون، د حکومتي چارواکو، د خصوصي سکټور غړو، بهرنيو پانګوالو او ډېپلوماټانو په ګډون، پرانستل شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې نندارتون پرانستغونډې ته خبرو کې وايي چې په کور دننه صنعتي پرمختګ زیات شوی او هېواد مو په ډېرو برخو کې پرځان بسیا  شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز وايي چې جدي هڅې پیل شوې دي چې افغانستان له وارداتي حالته را و ایستل شي او په یو ستر صادراتي هېواد بدل شي.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې: « د افغانستان اسلامي امارت په بشپړه توګه له خپلو سوداګرو، پانګوالو او ملي تاجرانو ملاتړ کوي. موږ هڅه کوو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په یوه صادراتي هېواد بدل کړو.»

د دولتي شرکتونو لوی رییس احمد جان بلال وايي: « زموږ بنسټیزه سټراټیژي دا ده چې په لومړي سره کې خپل ظرفیت لوړ کړو، ترڅو د هېوادوالو د اړتیا وړ توکي په کور دننه تولید شي. دغه راز له خصوصي سکټور سره همکاري کوو چې د سالمې سیالۍ او ګډې پانګونې له لارې د هېواد صنعت ته نوې بڼه ورکړو.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال دغه راز له هغو هېوادونو چې په تېرو پنځو لسیزو کې یې په افغانستان کې پرجګړې پانګونه کړې وه، وغوښتل چې اوس کولی شي د افغانستان صنعتي ودې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې اړه وايي: « هغه هېوادونه چې پخوا یې پر جګړو پانګونه کوله، نن دې راشي او د کانونو، انرژۍ او سړکونو په برخه کې د پانګونه وکړي. نن د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر دی. موږ خپلو سوداګرو، د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سوداګرو ته بلنه ورکوو چې راشي او د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي؛ ترڅو هم خپله ګټه وکړي او هم افغانانو ته ګټه ورسوي.»

په همدې حال کې د افغانستان د صنعت او کانونو خونه بیا د نندارتونو جوړول د صنعتي ودې په برخه مهم ګڼي او زیاتوي چې له داخلي تولیداتو ملاتړ کولی شي افغانستان له اقتصادي پلوه پرځان بسیا کړي.

د صنعت او کانونو خونې رییس حاجي احمد نبي زاده وايي: « موږ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه غواړو چې د کانونو پروسېس لپاره پانګونه وکړي؛ ځکه افغانستان نه یوازې د خامو موادو سرچینه ده بلکې  د یوه ستر صنعتي او اقتصادي بازار ظرفیت هم لري. زموږ اساسي موخه دا ده چې افغانستان له یوه مصرفي اقتصاد څخه تولیدي، صنعتي او صادراتي اقتصاد ته بدل کړو. داسې یو اقتصاد چې پر خپلو منابعو، خپلو تولیداتو او خپل بشري ځواک متکي وي. موږ باور لرو چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د پانګونې اسانتیاوې کولی شي افغانستان د سیمې په یوه مهم اقتصادي او صنعتي مرکز بدل کړي.»

په کابل کې د ایران سرپرست سفیر د نندارتون پرانستغونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، هېواد یې د افغانستان د بهرني اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ له افغانستان سره ښې او نږدې سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري او په افغانستان کې د ایراني سوداګرو فعالیت د دې ښکارندويي کوي چې تهران له کابل سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

علي رضا بېکدلي زیاته کړې: « د ایراني اسلامي جمهوریت لوی پلاوی په دې نندارتون کې یوازې سمبولیک ګډون نه لري بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پياوړتیا ته د ایران ژمنتوب څرګندوي. په دې نندارتون کې برخه اخستونکي ایراني شرکتونه په مختلفو برخو لکه کاني صنایعو، ماشین آلاتو، صنعتي تجهیزاتو، ودانیزو موادو، انرژۍ، د انجینرۍ خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ کې فعالیت لري.»

په ورته مهال، د نندارتون ګډونوال سوداګر وايي چې اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو صنعتي برخو کې زیاته پانګونه شوې او د داسې ملي او نړیوالو نندارتونو جوړول کولی شي د دوی پانګونې ته لا وده ورکړي.

یو تن سوداګر وايي: « نندارتون د تولیدي توکو د لیدل کېدو سبب کېږي. زموږ خلک د دې ډول نندارتونونو له لارې خبرېږي چې هېواد کې یې کوم توکي تولیدېږي. زموږ ډېری تولیدي توکي د نورو هېوادونو په پرتله ښه کیفیت لري.»

یوتن بل سوداګر وايي: « دا ډول نندارتونونه نه یوازې زموږ د تولیداتو لپاره ګټور دي بلکې د ټول هېواد لپاره ګټه لري. دلته بهرني شرکتونه، پانګوال او سوداګر هم راځي او زموږ له تولید شویو توکو سره معرفي کېږي.»

د صنعت او معدن اوونۍ دا نندارتون چې د چهارشنبې په ورځ پرانستل شو، د روانې میاشتې تر شپاړلسمې نېټې به دوام ولري. د نندارتون په ۳۶۵ غرفو کې بېلا بېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي چې د اقتصاد پوهانو په خبره، کولی شي په هېواد کې د پانګونو فرصتونه په ډاګه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist