Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

که څه هم په هېواد کې د ژمي فصل دی او د درنو واورو ورښت پیل شوی، خو د ټاپي ګازو نل لیکې غځولو پروژې  چارې په پوره چټکۍ سره روانې دي. 

د هرات ځایي چارواکي وایي، د ګاز لېږدونې د دې نل لیکې غزولو لپاره تر دې دمه ۹۱کیلومټره سیمه چمتو شوې او د دې سیمې په اوږدو کې یو شمیر کاري کمپونه هم جوړ شوي دي.

د دوی په خبره، تمه ده چې د دې پروژې چارې د روان میلادي کال تر پایه هرات ښار ته را ورسېږي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د ټاپي پروژې کار د اسلامي امارت د مسوولینو په هڅو په ډېره چټکۍ او جدیت سره ادامه لري. تر اوسه د پروژې ۹۱ کیلومټره د پایپ غځولو لپاره چمتو شوی او د چمتو شوي پلان له مخې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه، هرات ولایت ته را ورسېږي.»

افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کولو عملي چارې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۱ نېټه د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له خوا په رسمي توګه پرانستل شوې.

د همدې کال د ډسمبر په ۱۶ نېټه د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د هغه ترکمن سیال په افغانستان کې دننه د ټاپي پروژې پلې کولو چارو پرمختګ څخه لیدنه وکړه. د کارپوهانو په باور، ټاپي پروژه د افغانستان لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او په پلي کېدو سره به یې افغانستان د ګازو د ټرانزیټ له پلوه دومداره عاید ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، د دې پروژې له درکه دایمي عایدات د اقتصادي ودې ترڅنګ د انرژۍ په برخه کې هم د سېمې اړیکې پیاوړې کولی شي او افغانستان به په کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په مرکز بدل شي.  

د چارو  شنونکی علي احمد احمدي وايي: « که دا پروژه روانه وي او د افغانستان له پولو تېره شي، هغه ښارونه به یې له مادي ګټو برخمن شي چې د دې نل لیکې په اوږدو کې پراته دي. همدارنګه زموږ ګڼ هېوادوال به په کارونو بوخت شي، د هېواد اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي او افغانستان به نورو  هېوادونو ته د ګازو ټرانزیټ له پلوه، عاید ترلاسه کړي.»

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي د ټاپي پروژې په پلې کولو کې د روان پرمختګ هرکلی کوي او وایي، دا پروژه  د هرات ولس د اوږدې مودې هیله وه. دوی هم د دې پروژې له لارې په افغانستان کې اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو برابرېدو ته خوشبین دي.

د هرات اوسېدونکی صبغت الله وايي: « ټاپي یوه حیاتي پروژه ده او د هرات خلکو ته یې ډېرې خوښۍ راوړې دي. له دې پروژې له ټرانزیټ ترلاسه کېدونکی عاید به د افغانستان په بیا رغولو کې ډېره مرسته وکړي.»

د هرات اوسېدونکی امین الله  وايي: « زموږ ډېر ځوانان وزګار دي او له دې پروژې سره به که خدای کول په کار شي. دا پروژه هرات او ټولو ولایتونو ته ښې ګټې لري. له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د دې پروژې کارونه نور هم چټک کړي.»

ټاپي پروژه په ټوله کې ۱ زر ۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ولېږدوي.

ټاکل شوې د یادې پروژې چارې د روان زیږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي او په رسېدو سره به یې هرات له وارداتي ګاز څخه هم برخمن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist