Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: تېر میلادي کال هرات کې یونیم میلیارد ډالره پانګونه شوې

چارواکي: تېر میلادي کال هرات کې یونیم میلیارد ډالره پانګونه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/07

په هرات ولایت کې د ۳۵۰ لویو او کوچنیو کارخونو د جوړولو له لارې د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه شوې چې ورسره زرګونو کسانو ته د روزګار  زمینه هم برابره شوې ده.

ځايي چارواکي دغه پانګونه د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د یوه ستر پرمختګ په توګه یادوي او وايي، له دې پانګونې سره په هرات کې تولیدي ظرفیت هم لوړ شوی.

د چارواکو په خبره، د کورنیو تولیداتو پیاوړي کول له اقتصادي پلوه د هېواد ځان بسیاینې زمینه برابروي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د تېر میلادي کار په اوږدو کې په هرات ولایت کې له ۳۵۰ ډېرې لویې او کوچنۍ کارخونې تولیدي فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې فعالې شوې او دا په هرات ولایت کې د صنعتي ودې څرګندونه کوي.»

د هرات صنایعو او کانونو خونې ريیس عبدالناصر امین وايي: « په ۲۰۲۵ کال په هرات ولایت کې سترې پانګونې وشوې، سلګونه نوې فابریکې فعالې شوې. تر ټولو کوچنۍ فابریکه چې فعاله شوې وي، له یومیلیون کمه پانګونه په کې نه ده شوې. تر ټولو ستره فابریکه د المونیمي قطیو جوړولو فابریکه وه چې ۱۲۰ میلیون ډالره پانګونه پرې شوې.»

که څه هم په هرات کې تېر کال د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی، خو لا هم د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د امکاناتو کمښت د ځینو پانګوالو د پانګونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. پانګوال وایي، که دا ستونزې حل شي، نو د پانګونې ساحه به نوره هم پراخه او ګڼ شمېر نوي تولیدي او صنعتي پروژې به عملي شي.

صنعتکار حیات الله نظري وايي: « که صنعتکارانو ته برېښنا او ځمکه په واک کې ورکړل شي، سلګونه زره سوداګر او صنعتکاران شته چې د زمینې برابرېدو ته انتظار دي، ترڅو پانګونه وکړي.»

صنعتکار محمد ظریف اسحاقزی وايي: « د ۲۰۲۶ کال لپاره موږ له حکومت دا غوښتنه لرو چې صنعتکارانو ته ځمکې او برېښنا په واک کې ورکړي، ترڅو د وطن او خلکو لپاره کار وکړي.»

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د امکاناتو کمښت ته دا اشاره داسې مهال شوې چې تېر کال په هرات کې د برېښنا نهه سترې پروژې پرانستل شوې دي چې د چارواکو په وینا، په بشپړېدو سره به یې په دې ولایت کې د صنعت په برخه کې ټولې ستونزې حل شي.

له یادې پانګونې سره نه یوازې د هرات صنعتي ظرفیتونه لوړ شوي بلکې زرګونه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. دلته په کار بوخت کسان ټینګار کوي چې په هېواد کې باید پانګونه لا زیاته شي، ترڅو ورسره بې روزګاري ختمه او د کډوالۍ مخه ونیول شي.

د هرات اوسېدونکی سهراب عطایي وايي: « اوس هم ښه کارونه روان دي او ډېر هغه کسان چې له ایران څخه راشړل شوي، دلته په کارونو بوخت کړای شوي دي.»

د هرات اوسېدونکی میرویس عليزاده وايي: « زه اته کاله ایران کې وم، اوس دلته هرات کې په یوه کارخونه کې بوخت یم. زه له خپلو کارونو راضي یم.»

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرات صنعتي ښارګوتي کې څه باندي ۱۲۰۰ کارخونې فعالیت لري چې شاوخوا ۱۶۵ زره کسان په کي په کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist