Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې صنعت کاران: له اسلامي امارته غواړو ستونزو ته مو رسېدنه وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

په پکتیا ولایت کې صنعت کاران له اسلامي امارته غواړي، چې د صنعتي پارک ټوله ځمکه تصفیه او د یو جریب ځمکې بیه چې مخکیني حکومت ۲۹ زره ډالر ټاکلې راټیټه او د پارک د احاطې دیوال او سرکونو جوړېدو چارې بېرته پیل کړي.

 د صنعت کارانو ټولنې مشر فضل الدین جلالزی وايي، له ۱۳ کلونو راهیسې د صنعتي پارک جوړېدو پر وړاندې شته ستونزې نه دي هوارې شوي او چارې یې ځنډېدلي دي.

جلالزی زیاتوي:« زر جریبه ځمکه موږ تصفیه کړه، اسناد یې جوړ شول، خو د دولت د غلطې پالیسۍ له امله د یوه جریب ځکمې بیه یې ۲۹ زره ډالره ټاکلې وه. چې بېرته هر څه پر ټپه ودریدل، ځکه دا بیه ډېره لوړه ده.»

صنعت کاران وایي، که اسلامي امارت د صنعت غوړېدل غواړي، نو د صنعتي پارک او برېښنا ستونزې دې هوارې او د دوی امنیت دې ټینګ کړي .

صنعت کار رحمت الله راشد وايي:« د پکتیا صنعتي پارک باید جوړ شي، ځکه په دغه ولایت کې صنعت د غوړېدو او پراختیا په حال کې دی او باید حکومت همکاري وکړي.»

صنعت کار بشیر احمد بیا وايي:«له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې ځای راکړي، برښنا راکړي او امنیت مو خوندي کړي، ترڅو په ارامه فضاء کې خپلې چارې پر مخ یوسو.»

د اطلاعاتو او کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، اسلامي امارت د صنعتي پارک د چارو پیل کېدو ته لیواله دی او په وینا یې د  ځمکې تصفیې ستونزه به په نږدې راتلونکي کې هواره شي.

احمدزي زیاته کړه:« د صنعتي پارک جوړېدو چارې پیل کېدونکي دي، خو له هغه مخکې باید ټوله ځمکه اعلان ته وسپارل شي، که څوک یې د ملکیت دعوا ولري، د هواري لپاره یې اقدامات تر سره شي.»

پکتیا کې د صنعتي پارک لپاره ۲۶۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د املاکو ستونزه یې په بشپړ ډول نه ده هواره شوې او څو میاشتې وړاندې یې د احاطې دیوال جوړېدو چارې هم پیل شوې، خو بېرته وځنډېدې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist