Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې د “تور الماس” په نوم  د کورنیو تولیداتو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شو

پکتیا کې د “تور الماس” په نوم  د کورنیو تولیداتو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/14

پکتیا کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د یوه خصوصي شرکت له لوري د تور الماس په نوم د کورنیو تولیدي توکو لپاره د نندارې او بازار موندنې په موخه د یاد درې ورځني نندارتون پرمهال ځایي چارواکي وایي، د  نندارتون  له جوړېدو یې موخه کورنیو توليداتو ته بازار موندنه او په افغاني توکو د خلکو باور زیاتول دي.

د پکتیا صنعت او سوداګرۍ رییس عظیم الله وايي:« په مجموع کې د ټول هېواد پر سطحه په دې موضوع ډېر کارونه روان دي او د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزارت په دې اړه ښه پرمختګونه لري، لیدنې ترسره کوي، هېوادونو ته سفرونه کوي او بازار موندنه کوي.»

د نندارتون جوړوونکی مسعود حقمل وايي:« دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د درېیو ورځو لپاره د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د افغان تولیداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې لپاره په لاره اچول شوی دی.»

اخوا په دې جوړ شوي درې ورځني نندارتون کې ځینې سوداګر او پانګه وال که څه هم دا ډول نندارتونونه د داخلي توکو بازار موندنې لپاره خورا ګټور ګڼي، ترڅنګ یې له اړوند بنسټونو او ادارو غوښتنه کوي چې د داخلي توکو لپاره بايد په بهرنیو هېوادونو کې هم بازار پيدا او د لېږد په برخه کې يې اړينه مرسته وکړي.

سوداګر شریف الله وايي:« شکر دی ستونزه نه لرو، خو غوښتنه کوو چې دا ډول نندارتونونه دې نور هم زیات شي، ترڅو هېوادوال له وطني تولیداتو خبر شي.»

سوداګر عبدالحی وايي:« موږ له دولت غوښتنه کوو چې دا پروګرامونه نړیوال کړي، دا کار هم زموږ پر ګټه دی او هم زموږ د محصولاتو. موږ حاضر یو له دې پروګرام ملاتړ وکړو.»

د هېواد له بېلابېلو ولايتونو په ۶۰ غرفو کې د توليدي توکو او کرنیزو محصولاتو له یاد نندارتون سره هم مهاله، ځایي چارواکي سوداګرو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکوي چې په پکتیا کې د صنعتي پارک ځمکو د وېش په برخه کې دې له دوی سره خپل غوښتنلیکونه شریک کړي، ترڅو د کارخونو لپاره ورته ځمکې په واک کې ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist