Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ۲۰۲۵ کال د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي لاسته راوړنې

په ۲۰۲۵ کال د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي لاسته راوړنې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

حکومت وایي، په نړیواله کچه د رسمیت نه پېژندلو ادامې، اقتصادي بندیزونو او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د افغانستان پر کنګل شویو شتمنیو سربېره، ۲۰۲۵ زېږدیز کال له لاسته ‌راوړنو او پرمختګونو ډک و.

چارواکي وایي، له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره یې د خپلې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ له مخې د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه بېلابېل هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « هغه هوکړه لیکونه چې تېر کال د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ لاسلیک شول، په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفې او نورو مسایلو په اړه د تفاهم لیکونو لاسلیکول، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفې تفاهم لیک لاسلیکول، د افغانستان او قېرغېزستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د یاداشت لاسلیکول او نور په کې شامل دي.»

چارواکي د افغانۍ پولي واحد باثباته ساتلو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د ارزښت پر زیاتېدو سربېره، د انفلاسیون کچې ټیټېدل او د سیمې هېوادونو په نسبت بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ثابت ساتل د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو بېلګې یادوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت په ۲۰۲۵ کال له اقتصادي پلوه د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. د انفلاسیون کچه ټیټه وه، اقتصادي ثبات ټینګ و، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت وساته او دا سترې لاسته راوړنې وې. همدارنګه د افغانستان  اقتصادي وده هم د نورو کالو په پرتله لوړه وه.»

چارواکي وایي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا په ۲۰۲۵ زېږدیز کال ټولې۲۲سترې پروژې پيل شوې یا ګټه اخیستنې ته سپارل شوې او د۲۰ نورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول.

د افغانستان بازارونه تر ډېره د کورنیو تولیداتو په ځای له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان څخه پر واردېدونکو توکو تکیه وو، خو د ۲۰۲۵زېږدیز کال په دویمه نیمايي کې له پاکستان سره د اړیکو خرابېدو او د  ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د تورخم په ګډون د دواړو هېوادنو ترمنځ ټولې ټرانزیټي لارې هم وتړل شوې.

له پاکستان سره د اکټوبر میاشتې له ۹ورځو نښتو وروسته، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پاکستان تورن کړ چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان حکومت او سوداګرو پر وړاندې د ټرانزیټي لارو تړل د فشار په توګه کارولي.

ملا عبدالغني برادر د یوې بې ‌سارې پرېکړې له مخې، له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې وځنډولې او له افغان سوداګرو یې وغوښتل ترڅو بدیلې لارې ولټوي.

همداراز يې سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستان سره خپل ټول قراردادونه پای ته ورسوي او له یادې ورکړل شوې مودې وروسته به حکومت د دوی ستونزو ته توجه نه کوي.

د ریاست الوزرا‌ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل: « دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر وړاندې لارې تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي ګټه اخیستې او د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعتګر یې متضرر کړي، اسلامي امارت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي. که پاکستان لارې خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصېږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي.»

سوداګرو او پانګوالو هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی وکړ. له نږدې درېیو میاشتو تېرېدو وروسته، ځینې هغه اندېښنې چې ګواکي له پاکستان سره به د سوداګریزو اړیکو پرېکون سوداګر زیانمن او پر اقتصاد به ناوړه اغېزې وکړي؛ دروغ ثابتې شوې او په خبره یې د حکومت د دې پرېکړې له امله پاکستاني سوداګر په ورځني ډول میلیونونه ډالر زیان ګالي.

پانګوال عبدالغفور احمدزی وايي: « زموږ سوداګرو به۲۰ سلنه زیان کړی وي، خو د هغوی زیان ۱۰۰ سلنه دی. زموږ مالونه د دوی په خاوره کې ولاړ دي، په دغو مالونو به ډېمرېج راشي یا ښايي موږ له خپلو مالونو تېر شو، خو دا به آخري زیان وي. موږ له حکومت هم دا غوښتنه کړې چې دا باید زموږ ورستی تاوان وي.»             ‍‍                   

چارواکي د ۲۰۲۵زېږدیز کال په لړ کې د هېواد په کچه د یو شمېر لویو زېربنایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو خبر ورکوي.

له دې ډلې یوه هم د ټاپي د ګازو نل ‌لیکې پروژه ده چې د غځېدو چارې یې۸۷ کیلومټره د ترکمنستان له پولې دېخوا اوس مهال د افغانستان په خاوره کې روانې دي.    

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ اوس زنده جان ولسوالۍ کې یو، له صفري نقطې څخه ۸۷ کیلومټره لرې. د ۶۰ کیلو مټرو نورو هوار کاري شوې او ترڅنګ یې سړک جوړ شوی. د پروژې انجینران وايي چې راتلونکې میاشت به پیپونه واچول شي او هره ورځ به یو کیلومټر وړاندې ځي. تمه کېږي په څو میاشتو کې نل لیکه تر هرات ورسول شي.»

پر ټاپي سربېره د قوش‌ تپې کانال بله هغه لویه بنسټیزه پروژه ده چې چارواکي یې د اوبو مدیریت او د شمالي ولایتونو د کرنیزو محصولاتو د تولید لوړولو په برخه کې ارزښتناکه بولي.

چارواکي وایي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال د کانال پرمسیر د پلونو جوړېدو ترڅنګ، د یادې پروژې د دویم فاز د کيندنې کارونه تر ډېره بشپړ شوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر وايي: « موږ دا کار په داسې نیت او فکر پيل کړی چې په امو سیند کې د خپلې حق آبې حق ترلاسه کړو.»

په ۲۰۲۵زېږدیز کال د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره بل ګام د ټرانس– افغان رېل ‌پټلۍ پروژې د امکان ‌سنجولو تړون لاسلیکول وو. له ازبېکستان څخه راتلونکې دغه رېل ‌پټلۍ د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

د چارواکو په خبره، د دې پروژې په عملي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ پر څلور لارې بدل او په کلني ډول به ملیونونه ډالره د ټرانزیټ فیس، لوجسټیک او سوداګرۍ له لارې ترلاسه کړي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي: « د افغان ټرانس پروژې د امکان سنجۍ څېړنې پیلولو موافقه وشوه. هغه هېوادونه چې د دې پروژې د عملي پیل په اړه اقدام کوي، د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت یې هرکلی کوي.»

برېښنا چې د صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم عنصر بلل کېږي، لا یې هم کمبود په افغانستان کې د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره یوه جدي ستونزه ده. چارواکي وایي، د کاسا زر په څېر د برېښنا انرژۍ د لویو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي نور په دې برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو تکیه کمه کړي.

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « د اقتصاد د رغېدو او په خپلو پښو درېدو لپاره مهم څیز صنعت دی، صنعت زموږ د ځان بسیاینې او د نورو له احتیاج څخه خلاصېدو سبب کېږي؛ خبره دا ده چې صنعت له برېښنا څخه ناممکن دی. له همدې امله، برېښنا د ټول نظام او په ځانګړې توګه د برېښنا شرکت په لومړیتوبونو کې ده. هڅه کېږي چې موږ با ثباته انرژۍ ته لاسرسی ولرو او د همدې لپاره پر سټراټیژيک پلان کار کوو. زموږ د کلني پلان له مخې د افغانستان په ټولو صنعتي ښارونو کې ځینې پلانونه عملي شوي او ځینې د عملي کېدو په حال کې دي.»  

د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په موخه له چین سره د واخان دهلېز په څېر پر بېلابېلو لویو پروژو سربېره، د اوبو د غوره مدیریت په موخه د کمال خان بند ترڅنګ، هرات کې د پاشدان او کابل کې د شاه عروس بندونو پرانستل هغه څه دي چې چارواکي یې په ۲۰۲۵زېږدیز کال د لاسته ‌راوړنو په توګه یادوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې د کمال خان بند باقي پاتې کار تکمیل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. د کابل شاه وعروس بند پاتې کار او د هرات پاشدان بند باقې پاتې کار هم بشپړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. همدا راز، په فراه کې د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو کار، په پکتیکا کې د پلتوني بند او په زابل کې د عمري بند کارونه پيل شوي او ښه پرمخ روان دي.»

چارواکي داسې مهال ۲۰۲۵ کال له اقتصادي اړخه د افغانستان لپاره له لاسته ‌راوړنو ډک بولي چې د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې هم په دې کال کې د تېر په پرتله د افغانستان اقتصادي وده ۴.۳ سلنه بلل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist