Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه

په لوګر کې د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره تر سره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/26

په لوګر ولایت کې د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۴ مه» د سنځل  ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه. 

په  مشاعره کې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو لسګونه مشهورو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر او ادب مینه والو ګډون کړی وه. 

مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د ګرځندوی معین عتیق الله عزیزي وویل،  د دغو ډول سترو مشاعرو له لارې کولای شي،خلکو ته د هېواد فرهنګي څېرې روښانه او د ژبې خدمت وکړي. 

عزيزي زیاته کړه:« دا زموږ او تاسو د خپل اصلي فرهنګ او ادب او هنر د هغه تمثیل ناستې هم دي. موږ به د خپلو دغه شان، مشاعرو، ادبي ناستو په لړ کې، د خپلو ولسونو، د خپلو مشاهیرو یادونه کوو، د هغوی به ستاینه کوو. دلته به زموږ نوی نسل روزل کېږي. د شعر او نظم په ژبه  د خپل راتلوونکي جوړېدو لپاره به دلته  ژمنه کوو.» 

که څه هم تېر کې به شاعرانو په دغه ډول ناستو کې له جنګه د کرکې او ملي پخلاينې پيغامونه وړاندې کول، خو دا ځل شاعرانو هم د شعر په ژبه له اسلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانېستلو او له ولس سره د شته واټن راکمېدو غوښتنې درلودې. 

د لوګر د اطلاعاتو کلتور رئیس رفیع الله صمیم وايي،هڅه کوي،د دغه ډول لویو ناستو او مشاعرو په ترسره کولو سره د ولسونو او په ځانګړې توګه د بېلابېلو سیمو د شاعرانو تر منځ واټن راکم کړي. 

صمیم زیاته کړه:« دا ډول ناستې واقعا ډېرې مهمې دي،د  شاعرانو د یوالي لپاره،د شاعرانو د پیغام رسولو لپاره،د شاعرانو د هڅونې لپاره ډېرې مهمې دي. زموږ غوښتنه همدا ده،چې په ټول افغانستان کې دا ډول مشاعرې جوړې شي، ترڅو شاعران په کې خپلې وړتیاوې وښي او خپل هغه پیغام یې چې په شعر نغښتی دی، تر خلکو پورې یې ورسوي.»  

د « سنځل ګل  دودیزه کلنۍ مشاعره »د هېواد يو له هغو لویو فرهنګي او ادبي ناستو يوه ده چې هر کال په ياد ولایت کې جوړيږي. 

یوازې د سنځل ګل مشاعره نه ده،چې هر کال په لوګر ولایت کې تر سره کیږي، بلکې دې ته ورته په ډېری ولایتونو کې کلنۍ دوديزې مېلې او مشاعرې شته دی،چې د فرهنګیانو او اديبانو له لورې هر کال ترسره کېږي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist