Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او بازار موندنې پروګرام پیل شو

په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او بازار موندنې پروګرام پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د پنبې پروسېس کوونکو کارخونو  لپاره د ملاتړ او مالي اسانتیاوو برابرولو پروګرام پیل شو.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد پروګرام د پیل پرمهال وویل، دغه وزارت د ودې او ملاتړ په موخه د کرنیزو توکو د پروسېس صنعتکارانو لپاره مالي اسانتیاوې برابروي او دا پروګرام په کندهار کې پيل شو.

عثماني په دې اړه وايي: « موږ هڅه کوو هغه صنعت تقویه کړو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي. کندهار ته راغلي یو ترڅو د پنبې د پروسېس کارخونو ته قرضه ورکړو. هغوی به په دې قرضې سره خپلې ستونزې هوارې کړي او ورسره به کروندګرو ته هم د کار زمینه برابره شي.»

همدارنګه، د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پراختیا صندوق له خوا په کندهار کې ۵۰ میلیونه افغانۍ د پنبې پروسېس کارخونه لرونکو ته د پور په توګه ورکول کیږي.

د دغه صندوق مشر محمد حلیم سهیل وايي، دغه پیسې د کرنیزو توکو د بازار موندنې او ودې په موخه ورکول کېږي.

سهیل زیاتوي: « د پنبې د پروسېس دغه شرکت ته ۵۰ میلیونه افغانۍ مالي تسهیلات ورکول کېږي. په دې پیسو له کروندګرو څخه خامه پنبه پېرل کېږي چې بیا تر پروسېس وروسته ترې پنبه، غوړي او کونجاړه لاس ته راځي. غوړي او پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادرېریږي او کونجاړه په داخلي بازار کې پلورل کېږي. دغه مالي تسهیلات بلاعوضه نه دي بلکې په ټاکلې موده کې بېرته اخیستل کېږي.»

د پنبې کروندګر هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره دې مناسب بازار ورته  پيدا کړي.

کروندګر جان محمد وايي: «موږ خوښ یو چې زموږ پنبه په ښه بیه خرڅه شي او نړیوالو بازارونو ته ورسېږي. که چېرې کارخانې زموږ پنبه په ښه بیه واخلي، دا کروندګرو ته ډېره ګټه رسوي.»

د پنبې یو بل کروندګرمحمد ولي وايي: «موږ خپله راټوله کړې پنبه له لرې ځایونو څخه په ټراکټورونو کې تر دې ځایه راوړو او تمه لرو چې په ښه بیه خرڅه شي. که په ښه بیه خرڅه نه شي، موږ خپل لګښتونه نه شو پوره کولی.»

د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره، تر اوسه پورې د کرنیز پراختيايي صندوق له خوا د کرنې د ودې او ملاتړ په موخه څه باندې ١٤ ميليارده افغانۍ د کرنیزو توکو د پروسېس صنعتکارانو ته پور ورکړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist