Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ایران د اسراییلو احتمالي بريد وېره؛ د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې

پر ایران د اسراییلو احتمالي بريد وېره؛ د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

په منځني ختیځ کې د اسراییلو او ایران ترمنځ د روان کړکیچ له امله ګڼ نړيوال هوايي شرکتونه اړ شوي چې د خپلو الوتنو مسير بدل او د افغانستان له فضا الوتنې وکړي.

اینډیپنډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ويلي، د پنجشبنې په ورځ د ریکارډ په کچه شاوخوا ۲۰۰ نړیوالې الوتنې د افغانستان له فضا تېر شوې چې دا د تېرو څه باندې درې کلونو په لړ کې بې ساری شمېر دی.

راپور کې  ویل شوي، چې د سپټمبر په میاشت کې هره ورځ د افغانستان پر فضا له ۱۹ تر ۳۰ الوتکې تېرې شوې دي.

په ورته مهال، د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت هم مني چې د افغانستان پر فضایي حریم د تېر پرتله د نړیوالو شرکتونو الوتنې زیاتې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولین وایي، په تېرو پنځو ورځو کې هره شپه او ورځ کې نږدې۳۵۰ الوتنې د افغانستان له فضا تېریږي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي: « په تېرو پنځو یا شپږو ورځو کې د هرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د افغانستان له فضا څخه تر۳۵۰ پورې عبوري الوتنې ترسره کېږي. په لومړیو کې د هرو ۲۴ ساعتونو لپاره دا شمېره ۱۰۰ الوتنې وې او د تېر کال په اوږدو کې تر ۲۶۵ پورې ورسېده خو اوس دا دی تر ۳۵۰ پورې رسېدلې ده. دا د دې ښکاروندويي کوي چې د افغانستان فضايي حریم خوندي او هر ډول الوتنو ته چمتو دی.»

په ۲۰۲۱زېږدیز کال پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، د کابل په هوایي ډګر کې د ځغاست ‌لیکې په ګډون د الوتنو د کېناستو او پورته کېدو د تنظیم دستګاوې وېجاړې شوې او د رادار سیسټم له منځه یوړل شول، له همدې کبله ډېرو نړیوالو هوایي شرکتونو د افغانستان له فضا تېرېدل ودرول.

د رویټرز خبري آژانس د راپورله مخې، که څه هم دغه خدمات تراوسه په بشپړه توګه بېرته نه ‌دي فعال شوي، خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي واک سیمه د ایران او اسراییلو ترمنځ د هوایي قلمرو په پرتله خوندي بولي.

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي په منځني ختیځ کې روان کړکېچ ته په اشارې وایي، دا په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت لپاره یو ښه فرصت دی او باید ترې لویه او مثبته ګټه پورته کړي.

دوی پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د نړیوالو هوایي شرکتونو د باور ترلاسه کولو لپاره ځينې داسې ګامونه پورته کړي چې پر بنسټ يې دغه شرکتونه د افغانستان له فضا دایمي ګټه اخيستنې ته وهڅېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « له نېکه مرغه تر سیاسي تحول وروسته د افغانستان هوايي او ځمکنی حریم د ګاونډیو هېوادونو پرتله امن شوی او له همدې امله اکثریت نړیوالې الوتنې د افغانستان له فضا ترسره کېږي. له هرې الوتنې ۷۰۰ امریکايي ډالره حق العبور اخیستل کېږي او دا یو لوی عدد دی چې کولی شي د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. د افغانستان له هوايي حریم د نړیوالو الوتنو ترسره کېدل د پانګونې اعتبار ډېروي او دا له موږ سره مرسته کوي چې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړو.»

له دې وړاندې، په وږي میاشتې کې هم د نړیوالو الوتنو د څار یوې ادارې ویلي و، د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچ د افغانستان له هوایي حریم څخه الوتنې یو خوندي انتخاب دی.

یادې ادارې دغه راز ویلي وو، د سینګاپور ایرلاینز، برېټېش ایرلاینز او لوفټانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي حریم الوتنې زیاتې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د ملوماتو له مخې، حکومت د افغانستان له هوايي حريم د هرې الوتنې پر سر ۷۰۰ ډالر حق ‌العبور ترلاسه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist