پېښور ښار ته څېرمه د متني سیمې اوسېدونکي وايي، چارواکو په روانه جولای میاشت کې په یاده سیمه کې د افغانانو له شاوخوا ۲۰۰ کورونو څخه ګڼ شمېر یې نړولي دي.
پنځوس کلن نجیب الرحمن وایي، هڅه یې وکړه د خپل پلار درمل او د ماشومانو د ښوونځي اسناد له کوره وباسي، خو پولیسو اجازه ورنه کړه.
نجیب الرحمن وايي: « افسرانو زموږ خبرو ته غوږ ونه نیوه، یوازې یې وویل چې کور دې ونړولی شي.»
د نجیب الرحمن په خبره، د ده د کور په ګډون، د ګڼو کورونو دیوالونه په کنډوالو بدل شوي دي.
په همدې سیمه کې ځوانان لیدل شوي چې د خپل کور وسایل، کټونه، بسترې او لمریزې تختې، په لاریو کې باروي، ترڅو د تورخم له لارې افغانستان ته واوړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په جون میاشت کې د هېواد ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له ۱۰مې نېټې وروسته هغه افغانان ونیسي چې د قانوني وېزې وخت یې تېر وي او یا اسناد نه لري.
دغه وزارت د کورونو نړولو په اړه د رسنیو پوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
په پېښور کې یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط یې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې کولې ویلي چې دا عملیات به ادامه ولري.
د پولیسو د دې افسر د خبرو یوه برخه کې راغلي: « د جولای له لسمې راهیسې د بې اسنادو افغان وګړو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي او لا هم دوام لري.»
هغه زیاته کړې چې حتا د فډرالي حکومت له رسمي امر مخکې هم پولیسو د ولایت په ټولو سیمو کې د افغان کډوالو د استوګنې ځایونه ثبت او نقشه بندي کړي وو.
که څه هم له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې د پاکستان د بېرته ستنولو تګلارې په ترڅ کې میلیونونه افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي، خو د پخوانیو عملیاتو ډېره برخه په کراچۍ او اسلاماباد کې متمرکزه وه.
د خیبر پښتونخوا پولیسو او ځايي چارواکو ویلي چې د جولای له لسمې مخکې یې افغان اوسېدونکو ته څو ځله خبرداری ورکړی و چې سیمې پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
د دوی په وینا، دا اعلانونه د جوماتونو د سپیکرو له لارې او د قومي مشرانو په وسیله ترسره شوي دي.
یو شمېر افغانان وایي، د وتلو لپاره مناسب شرایط نه لري. اویا کلن احمد ملا چې په متني سیمه کې یې کور نړول شوی وايي چې پولیس د هېچا خبره نه اوري.
اویا کلن احمد ملا زیاته کړې: « پولیس د هېچا شرایط نه ګوري. نه دا ګوري چې زما په جیب کې پیسې شته که نه او نه هم زما روغتیا ته پام کوي. پولیسو لږ تر لږه شل ځله اعلانونه وکړل، خو موږ خپلې ستونزې او مجبوریته لرو.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د پاکستان د بېرته ستنولو تګلارې له پیل راهیسې ۲.۳ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
په دغو کسانو کې داسې خلک هم شامل دي چې لسګونه کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی او هم هغه کسان چې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي وو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې په اوو ورځو کې نږدې ۶۲۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې دا شمېرې د تېرې اوونۍ په پرتله شاوخوا درېیمه برخه زیاتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، اوس هم له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
د فرانسې خبري اژانس خبریال په پېښور کې لیدلي چې پولیسو د ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ لنډمهالې پوستې جوړې کړې او د خلکو د هویت اسناد ګوري.
اژانس ته د پولیسو یوه افسر ویلي: « موږ ته سختې لارښوونې شوې چې بې اسناده افغان وګړي ونیسو.»
په پېښور کې د بورډ بازار چې د « کوچنې کابل» په نوم هم یادېږي او زرګونه افغان دوکانونه په کې فعالیت کوي، سوداګرو یې رسنۍ ته ویلي چې د پېرودونکو شمېر یې کم شوی او خلک د نیول کېدو له وېرې له کورونو نه وځي.
د بورډ بازار یو سوداګر ذبيح الله ویلي: « خلک په خپلو کورونو کې پټ دي او کاروبار په بشپړه توګه درېدلی دی.»
په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې میلیونونه افغانان پاکستان ته کډه شول. له ۲۰۲۱ کال وروسته هم سلګونه زره نور افغانان پاکستان ته لاړل چې ډېری یې لا هم په هغو هېوادونو کې د مېشتېدو په تمه پاکستان کې پاتې دي چې له ځواکونو سره یې همکاری کړې وه.
پاکستان چې په وروستیو کلونو کې د امنیتي بریدونو له زیاتېدو سره مخ دی، په ۲۰۲۳ کال یې اعلان وکړ چې د بې اسنادو بهرنیانو ایستل به پیل کړي.
دې هېواد سږ کال پر افغانستان هوايي بریدونه هم کړي او ادعا یې کړې چې هدف یې د پاکستان ضد وسلهوال دي؛ خو په نښه شویو سیمو کې خلک وايي چې د پاکستان په بریدونو کې د عامو خلکو کورونه هدف ګرځول شوي دي.
په داسې حال کې چې کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) په خپلو څېړنو کې موندلې چې هدف ګرځول شوي خلک عام وکړي دي او دلته د وسله والو ځای نه شته.