Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ته د افغانستان د ټرانزیت کچه ۷۸ سلنو ته پورته شوې

پاکستان ته د افغانستان د ټرانزیت کچه ۷۸ سلنو ته پورته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/26

که څه هم له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه او د ټرانزیټ کچه وخت ناوخت د یو شمېر لویو او کوچنیو ستونزو له کبله ثبات نه لري؛ خو ځینو پاکستاني رسنیو پاکستان ته د افغانستان د ټرازیټي سوداګرۍ د لوړېدو راپورونه ورکړي.

د پاکستان د  نېشن ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هېواد ته د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې ۷۸ سلنو ته پورته شوی دی.

یادې ورځپاڼې د روان کال په جون میاشت کې د ټرانزیټ کچه چې ۵۶.۲۶ میلیونه ډالره وه، په جولای میاشت کې ۱۰۰.۳۹ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې.

د نېشن ورځپاڼې راپور کې راغلي: « د افغانستان سوداګریز ټرانزیټ د روان مالي کال د لومړۍ میاشتې په جریان کې د میاشت په میاشت شمېرو له اړخه، د ۷۸سلنې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. دغه کچه د تېرې جون میاشتې په پرتله چې ۵۶.۲۶ میلیونه ډالر وه، په جولای میاشت کې ۱۰۰.۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.»

د یادې ورځپاڼې د مالوماتو پر بنسټ، برعکس بیا د پاکستان له لارې افغانستان ته د ټرانزیټ کچه د پخوا پرتله د پام ‌وړ کموالی ښيي.

له دې سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان ۲۰۲۵ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګری کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې ډېره برخه یې وارداتي توکي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري د ۹۸۹ میلیونو ډالرو په ارزښت وه چې له ډلې یې ۲۷۷ میلیونه ډالره صادرات او ۷۶۲ میلیونه ډالره واردات وو. پاکستان ته په صادرېدونکو توکو کې تر ډېره پنبه، د ډبرو سکاره، پیاز، رومي بانجان، کشمش، مۍ او تالک ډبرې شامل دي او په وارداتي توکو کې سېله وریجې، درمل، منسوجات، نوې جامې او د فابریکو خام مواد شامل دي.» 

په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکي پاکستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک ګڼي، خو د دواړو خواوو ترمنځ په يادو برخو کې د بېلانس او توازن پر ایجادېدو هم ټینګار لري.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان او پاکستان اړتیا لري چې د سوداګرۍ په برخه کې ځینې کارونه ترسره کړي. دا چې پاکستان غواړي ځان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته ورسوي او دا کار د افغانستان له همکارۍ پرته امکان نه لري او دغه راز پاکستان هم د افغانستان لپاره یو ښه مارکېټ دی او د دې هېواد آبي بندرونه افغانستان ته تر ټولو نږدې نړیوال بندرونه دي.»  

دا داسې مهال ده چې د روان کال په اپریل میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې پهلګام کې د وسله ‌وال برید او په لړ کې یې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له لوړېدو سره، د افغان سوداګرو لسګونه په توکو بار لارۍ په واګه بندر کې له بې برخلیک حالت سره مخ شوې وې او پاکستان د دغو توکو پر وړاندې هر ډول ټرانزیټي اسانتیاوې پر ټپه درولې وې.

د دې ترڅنګ، تازه مالومات دا دي چې له څو ورځو راهیسې د افغان سوداګرو لسګونه لارۍ چې تازه مېوه او سبزۍ لېږدوي، مقابل لوري د نامالومو دلیلونو له کبله په تورخم کې ایسارې دي او پاکستاني ځواکونه دې هېواد ته د وراووښتو اجازه نه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist