Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/09

هلمند چې د هېواد له مهمو کرنیزو او مالداره ولایتونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې په کې د شیدو تولید د پام وړ زیات شوی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې هره ورځ نږدې اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي چې د مالدارۍ د پراختیا او د شیدو ورکوونکو څارویو د شمېر د زیاتوالي پایله ده.

د مسوولینو په خبره، د شیدو د تولید زیاتوالي د مالدارانو عواید هم زیات کړي او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې یې مهم رول لوبولی.

د کرنې ریاست د مالدارۍ  مدیر محمدالله منلی وايي: « د هلمند ولایت فارمونه او عام خلک شاوخوا له ۶۰ تر ۷۰ زره لېټرو شیدې تولیدوي. دغه شیدې پر هلمند سربېره کندهار ولایت ته هم ځي او دلته هلمند کې په صنعتي فابریکو کې هم پروسېس کېږي. دغه کار زموږ د فارم لرونکو او څاروي روزونکو لپاره ډېره ګټه لري.»

په هلمند کې د شیدو د پروسېس څو کارخونې هم فعالیت کوي چې هره ورځ شاوخوا دېرش زره لېټره شیدې راټولوي، پروسېس کوي او بیا یې د هلمند ترڅنګ، نورو سیمو بازارونو ته هم وړاندې کوي.

د دغو فابریکو فعالیت د شیدو د ضایع کېدو مخه نیولې او د کورنیو تولیداتو لپاره یې د بازار موندنې زمینه هم برابره کړې ده.

د یوې تولیدي فابریکې مسوول اصف نورزی وايي: « زموږ کارخونه د پنځوس ټنه شیدو د راټولولو ظرفیت لري او له ۸ تر ۱۰ قلمو لبنیات تولیدوو. په دې کې مستې، فرني، شیرپېره، قیماق او نور شامل دي.»

د تولیدي فابریکې کارمند فرید احمد وايي: « زموږ تولیدات سل په سلو کې طبیعي تولیدات دي او خپله دلته په هلمند ولایت کې پروسېس کېږي. زموږ د تولیداتو کیفیت تر نورو هېوادونو ښه دی، ښه خوند او ذایقه لري.»

بله خوا، مالداران وايي سره له دې چې د شیدو تولید زیات شوی، خو د شیدو بیې ټیټې دي او د حیواني خوراک، درملو او نورو اړینو توکو لګښتونه ورځ تر بلې لوړېږي او له امله یې د دوی اقتصادي ګټه ډېره کمه شوې ده.

مالدار احسان الله وايي: « د غواګانو خوراکه ډېره ګرانه شوې او زموږ وس پرې نه رسېږي. پخوا به یې څه شیدې کولې، ځکه کونجاړه ارزانه وه، خو اوس چې هغه قېمته شوې او له امله یې د شیدو کچه هم کمه شوې. کومې شیدې چې اوس یې موږ له غواګانو راټولوو، حتا پروړه(وچ واښه) هم نه پرې اخستل کېږي.»

مالداران له اړوندو ادارو غواړي چې د شیدو لپاره مناسب بازارونه رامنځته کړي، د حیواني خوراک بیې راټیټې او د مالدارۍ سکټور د لا ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو وکولی شي خپل تولیدات نور هم زیات او د هېواد د لبنیاتو اړتیاوې په کور دننه پوره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist