Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند د نباتي غوړیو تولید کې پر ځان بسیا شوی

هلمند د نباتي غوړیو تولید کې پر ځان بسیا شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/21

په داسې حال کې چې خوراکي نباتي غوړي د افغانستان له مهمو وارداتي توکو دي او تر ډېره له شمالي ګاونډیو هېوادونو واردېږی.

 د هلمند صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې هره میاشت له پنبه دانې٣٠٠ ټنه نباتي غوړي تولیدېږي.

د دوی په خبره، هلمند ولایت د نباتي غوړیو له پلوه پر ځان بسیا شوی او تولید شوي غوړي یې تر بدخشان ولایت پورې استول کېږي.

د هلمند صنعت او سوداګرۍ ریاست کې د صنعتي پارکونو آمر فضل محمد فضلي وايي: « د اسلامي امارت له راتګ سره په هلمند کې د پنبې د پروسېس ډېرې کارخونې جوړې شوې او دا مهال یې شمېر له ۷۰ کارخونو اوښتی. دا کارخونې په یوه میاشت کې ۳ زره ۶۰۰ ټنه پنبه پروسېس کوي. د پنبه دانې له دې پروسېس هره میاشت ۳۰۰ ټنه غوړي ترلاسه کېږي. دا اندازه غوړي اوس مهال د هلمند ولس لپاره بس دي او پرځان بسیا شوی دی.»

د هلمند اوسېدونکي هم خوښ دي چې خپل ولایت کې د کروندګرو له محصولاتو د تولید شویو غوړیو ګټه اخلي.

دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د غوړیو د معیاري بسته بندۍ ترڅنګ د بیو ټیټولو په تړاو هم هڅې وکړي.

د هلمند اوسېدونکی بورجان وايي: « د کروندګرو لپاره ګټه لري، هغه دا چې کله دا ګران شي، پنبه هم ورسره ګرانېږي. خو موږ هیله لرو چې قېمتونه یې څه کم شي. اوس مهال پنبه ارزانه ده خو غوړي ګران دي؛ د دې علت څه دی؟ باید بیه یې ټیټه شي.»

د هلمند بل اوسېدونکی بریالی وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا غوړي سم بسته بندي شي او بیا بازار ته وړاندې شي. دا غوړي زموږ د خپل هېواد تولید دی او بله خبره دا ده چې په هره اندازه وغواړي، اخیستلی یې شې.»

هلمند کې له پنبې د غوړیو د تولید او پروسیس٧٠ کارخونې شته دي چې په ورځني ډول ترې١٠ ټنه غوړي لاسته راځي .

په دې کارخونو کې د غوړیو ترڅنګ صابون، کونجاړه او خالصه پنبه هم تولیدېږي او د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

مې 12, 2026
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې
اقتصاد

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

مې 11, 2026
کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ

مې 11, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist