Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات د لبنیاتو او حیواني محصولاتو  برخه کې پرځان بسیا شوی

هرات د لبنیاتو او حیواني محصولاتو  برخه کې پرځان بسیا شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/10

د انسان بدن د هوا په ګرمېدو سره ډېرو مایعاتو ته اړتیا پيدا کوي؛ همدا ګرمه هوا سبب شوې چې هرات کې هم اوسمهال تر بل هر وخت د سیمه ییزو او دودیزو لبني محصولاتو بازار تود شي.

لبنیات پلورونکي وایي، په دودیز ډول د دوی له خوا له شیدو جوړ شوي محصولات ښه کیفیت لري او د وارداتي محصولاتو پرتله خوندور دي.

 دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چېل له کروندګرو او مالدرانو ملاتړ وکړي او له بهر څخه د لبني محصولاتو پر واردولو بندیز ولګوي.

لبنیات پلورونکی خالد وايي: « دا چې هوا ګرمه ده، نو خلک د بل وخت په پرتله ډېر لبني محصولاتو ته مخه کوي خو د هرات په اړه باید ووایم چې دا ولایت اوس څلور فصله دی او په ټولو فصلونو کې خلک له لبنیاتو ګټه اخلي.»

همدارنګه یو بل لبنیات پلورونکی عبدالغفار بیا وايي: « اوس هرڅه په هرات ولایت کې شته دي، د لبنیاتو برخه خورا بډایه ده؛ شیدې، مستې او هرڅه پیدا کېږي او د بهرنیو هېوادونو محصولاتو ته اړتیا نه لرو.»

د مالدارانو ټولنې مسوولین بیا د هرات ځان بساینې خبره کوي او وایي، هرات کې د ورځې ۳۰۰ ټنه شیدې ترلاسه کېږي چې له امله یې هرات د لبني او د مالدارۍ د نورو محصولاتو له پلوه پر ځان بسیا شوی او د فراه، نیمروز او کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.

د هرات د مالدارانو ټولنې مشر غلام محمد امیري وايي: « موږ په هرات کې د لبنیاتو د تولید له پلوه ځان بساینې ته رسېدلي یو او حتا اضافه شیدې هم لرو. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د وچو صنعتي شېدو مخه ونیسي.»

بله خوا، د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د مالدارۍ محصولاتو په برخه کې د دغه ولایت پر ځان بساینه مني او زیاتوي چې له مالدارو څخه د ملاتړ او په کور دننه لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه یې له بهر څخه د ورته ورادېدونکو محصولاتو د راتګ مخه نیولې.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیر محمد حلیمي وايي: « دا یو واقعیت دی چې هرات ځان بساینې ته رسېدلی. د همدې لپاره موږ وارداتي شېدې بندې کړې دي؛ ښايي صنعتي ښارګوټي کې څه نا څه وچې شېدې وي، خو هغه هم د یوه ځانګړي محصول د تولید لپاره کارول کېږي نه د مستو لپاره.»

که څه هم دا وخت په هرات کې د سیمه ییزو او دودیزو لبنیاتو ګټه اخیستنې ته تر بل هر وخت د خلکو لېوالتیا زیاته شوې، خو د برېښنا کمښت او د شېدو ساتلو لپاره د مناسب ځای نه شتون هغه څه دي چې لبنیات پلورونکي وايي له امله  یې ډېره برخه راټولې شوې شېدې او محصولات خرابېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist