Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوال بانک د افغانستان لپاره نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر تصویب کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/05

د افغانستان روان بشري او اقتصادي وضعیت د مهار په موخه د نړیوال بانک او همدې بانک کې د افغانستان پراختیایي صندوق اداري کمیټې ۷۹۳ میلیونه ډالر تصویب کړي چې ټولې پیسې به د یاد صندوق څخه ورکول کیږي.

دغه پیسې چې د روغتیاخدمتونو، اړینو خوراکي توکو او کاري فرصتونو برخو کې پر لویو پروژو لګول کیږي موخه یې دا ده،چې ښځې او نجونې ترې برخمنې شي.

د یاد بانک له لوري خپره شوېو خبرپاڼه کې ویل شوي،دا پیسې به له افغان بزګرانو سره د کرنیزو محصولاتو په تولید او د خوراکي توکو د خوندیتوب برخو کې مرستې وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د خوړو برخه کې به دا پروژه د اړمنو ماشومانو، معلولینو، دوامداره ناروغانو او هغو ښځو سره مرستې وکړي،چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې ده. یادو ښځو ته به د کرنې لپاره تخنیکي وسایل، تخم او اړینه روزنه ورکول کیږي. د کورنۍ او روزنې برخه کې به ۱۵۰ زره ښځې وروزل شي.» 

نړیوال بانک افغانستان کې د خوړو برخې لپاره ټول ۱۹۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې په دوو پړاوونو کې به ورکړل شي.

د کاري فرصتونو برخه کې ټاکل شوې،چې ۶ نیم زره ټولنو کې د یو میلیون کورنیو لپاره کاري فرصتونو او د پیسو ګټلو زمینه برابره شي.

دې برخې ته ۲۶۵ میلیونه ډالر ځانګړي شوي،چې په دوو پړاوونو کې به ورکول کیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په کابل، بامیان، کندهار، کندز، خوست، جلال آباد او مزارشریف ښارونو کې به ۹ اعشاریه ۳ میلیونه کسانو ته د پاکو اوبو، پاکوالي او سړکونو بیا رغولو برخو کې اړین خدمات وړاندې شي. په دې برخه کې به ښځې او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ځانګړې همکاري موجوده وي.» 

د روغتایي خدمتونو په برخه کې په پلان کې ده،چې په ۲ زره ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د روغتیا، تغذیې او کورونا وبا برخو کې اړینې پروژې پلې شي،چې د نړیوالو او داخلي ادراو لخوا به ترسره کیږي.

د دې برخې لپاره ټولټال ۳۳۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي،چې په دوو پړاونو کې به ورکول کیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د دغو پروژو په لړ کې به دوه میلیونه ماشومانو ته بشپړ واکسینونه ولګول شي،۱ اعشاریه ۲ میلیونه میندو ته به د زیږون خدمامت وړاندې شي او په ټولنو او روغتیايي مرکزونو کې به د تغذیې کچه لوړه شي. دغه پروژې به په ټوله کې روغتیايي نظام پیاوړی کړي او د ساري ناروغیو برخه کې به د مخنیوي ظرفیت لوړ کړي.» 

دا چې دا پیسې د افغانستان پراختیایي صندوق څخه ورکول کیږي،په پام کې ده،چې د دې صندوق مرسته کوونکو هېوادونو ته به فرصت ورکړل شي،ترڅو د یادو پروژو له تطبیق  څارنه وکړي.

په یاده څارنه کې به نه یوازې د ښځو ګډون څارل کیږي او بلکې خپلواکو څارونکو ته به هم د څارنې اجازه ورکول کیږي،تر څو ډاډ ورکړل شي،چې د پروژو موخه ترلاسه شوې او که نه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist