Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نورالدین عزیزي: افغان – ازبېک کلنۍ سوداګري به ۲ میلیارد ډالرو ته پورته شي

نورالدین عزیزي: افغان – ازبېک کلنۍ سوداګري به ۲ میلیارد ډالرو ته پورته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/04

د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټورونو د ګډ پلاوي او استازو ترمنځ په سوداګریزه ناسته کې پر ګڼو سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او ګمرکي مسایلو خبرې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په تېر یوه کال کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ وده کمسارې بولي او وايي، د شویو دوه اړخیزو ژمنو پر بنسټ، ټاکل شوې د سوداګرۍ کچه په کلني ډول دوه میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

نورالدین عزیزي زیاتوي، مقابل لوري منلې چې له افغانستان سره به په تجارتي، ټرانزیټي، ګمرکي او د پانګونې برخو کې اسانتیاوې رامنځته کوي. د عزیزي په خبره، له ازبېکستان سره د رېل ګاډي مسیر پر پراختیا هم بحثونه شوي.

د صنعت او سواګرۍ وزارت سرپرست دغه راز وايي، په پام کې ده چې له ازبېکستان سره په صادراتو او وارداتو کې بیلانس رامنځته شي او له مقابل لوری هم غواړي چې په افغانستان کې له لسو زیاتو سکټوري برخو کې پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي زیاتوي: « د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ او په ځانګړې توګه د ازبېکستان له جمهوریت سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لوړ حد ته رسېدلې او ښايي په تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی.»

بل پلو، په افغانستان کې د ازبېکستان شارژدافیر د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې له کابل سره د تاشکند د فعالې همکارۍ د پیل او دوام خبر ورکوي.

اوی ‌بېک عثمانوف وایي، د دواړو خواوو د سوداګریزو استازو او هئیتونو د تګ راتګ له کبله د سواګرۍ کچه دا مهال له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې ده.

په افغانستان کې د ازبېکستان شارژدافیر اوی ‌بېک عثمانوف ویلي: «  موږ ډېر خوښ یو چې د روان کال په لومړۍ نیمايي یا شپږو میاشتو کې ازبېکستان ته د افغانستان صادرات ۳۰۰ سلنه زیات شوي دي.»   

په ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ازبېکستان سره د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د سیمه ییزې خونې، تجارتي زون او د سوداګریزو وېزو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.

بله خوا، د ازبېکستان د پلاوي رییس له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو  هېوادونو په ګټه بولي او له کابل سره د تاشکند سوداګري د یو نیم برابر زیاتېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وايي: « په اوسنیو شرایطو کې یو شمېر محدودیتونه لکه د ازبېکستان هېواد له خوا د افغانستان خصوصي سکټور ته د تجارتي وېزو نه صادرېدل سبب شوي چې سوداګریزې اړیکه هغسې پراخې نه شي لکه څومره چې ورته اړتیا ده. موږ له ازبېکستان سره د دغو اړیکو پراختیا غواړو.»   

د ازبېکستان د پلاوي رییس بهادر تاشماتوف وايي: « لکه څنګه چې ښاغلي اوی ‌بېک عثمانوف هم په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر کال په پرتله یو نیم برابر زیاته شوې ده.»

 د دې ناسې په پایله کې د افغان او ازبېک خصوصي سکټورونو استازو ترمنځ د (بي ټو بي) ناستې له لارې په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۲۰میلیون ډالرو په ارزښت د راکړې ورکړې تړونونه هم لاسلیک شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist