Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د وچو مېوو کاروباریان د خپل کاروبار لپاره د ځانګړي مارکېټ غوښتنه کوي

ننګرهار کې د وچو مېوو کاروباریان د خپل کاروبار لپاره د ځانګړي مارکېټ غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

په ننګرهار کې د وچو مېوو یو شمېر کاروباریان او سواګر وايي، د مېوو د پروسېس او بسته بندۍ لپاره د مناسب ځای او وسایلو نه شتوالي له امله، ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، سرپرست حکومت دې د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د وچو مېوو د پروسېس او بسته بندۍ لپاره یو مناسب مارکېټ جوړ او د سوداګرو په واک کې دې ورکړي.

د وچو مېوو کاروباري محمد یار وايي: « موږ دلته د وچې مېوې لپاره ځانګړی مارکېټ نه لرو. له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته مارکېټ او ځانګړی ځای راکړي. موږ غواړو خپلې مېوې همدلته پروسېس او بسته بندي کړو او بیا یې نورو هېوادونو ته واستوو.»

د وچو مېوو یو بل کاروباري محمد الله وايي:« موږ له حکومت غوښتنه کوو چې له نړیوالو معیارونو سره سم یوه منډوي موږ ته جوړه کړي. زموږ اوسنی ځای ډېر بد وضعیت کې دی، نه په کې اوبه شته، نه تشنابونه او نه هم مسجد. له امارت غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د یوه مارکېټ غمه وخوري.»

دوی زياتوي، سره له دې چې د افغانستان وچه مېوه د ښه کیفیت لرونکې ده، خو له بهره واردېدونکو وچو مېوو سره ځکه سیالي نه شي کولی چې دلته په معیاري ډول د پروسېس کولو امکانات نه شته.

دوی ټینګار کوي چې له بهر پر واردېدونکو وچو مېوو دې تعرفه لوړه شي، ترڅو د افغانستان خپله وچه مېوه بازار پیدا کړي.

د وچې مېوې سوداګر خلیل الرحمن وايي: « باید د چین پر توکو داسې مالیه وضع شي چې له امله یې زموږ توکي خرڅ شي. هغوی خپل پروسېس کړي توکي او مالونه دلته راوړي او دا سبب کېږي چې زموږ نا پروسېس شوي توکي څوک ونه پېري. تېرکال زموږ هر سوداګر له یوه تر دوه میلیونو افغانیو زیانونه وکړل.»

د وچې مېوې یو بل سوداګر حضرت عمر وايي: « زموږ یوه بله غوښتنه دا ده چې اوس مهال یوازې چین هېواد سره قراردادونه لرو، باید دغه قراردادونه له نورو هېوادونو سره هم وشي. همدارنګه د مارکېټ غوښتنه کوو، ترڅو له کلیو او ولسوالیو راتلونکې مېوې دلته پروسېس او بیا صادرې کړو. اوس مهال زموږ مېوې د نورو هېوادونو په نامه صادرېږي، خو موږ غواړو په خپل نوم یې صادرې کړو.»

ځايي مسوولین بيا د دوی ستونزو او غوښتنو ته په پام وايي، هڅه کوي چې د وچو مېوو کاروباریانو او سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د کاروبار د پرمختګ لپاره يې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.

د دوی په خبره، اوس مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت داخلي تولیداتو ته د بازار موندنې او د سوداګرو د ملاتړ په موخه پر یو شمېر عوضي توکو تعرفه هم لوړه کړې ده.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « موږ هڅه کوو د دې ځای محصولات نور هم ستندرد او معیاري شي او بیا نورو هېوادونو ته صادر شي. موږ په هغو مشابه مېوو مالیه لوړه کړې چې له نورو هېوادونو راځي، ترڅو داخلي صنایع تقویه او ښه فروشات ولري.»

ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې د وچو مېوو ډېر حاصلات ترې ترلاسه کېږي. د دې ولایتونو د مېوې کاروباریان او سوداګر ټینګار کوي چې همدلته ننګرهار کې ورته د پروسېس او بسته بندۍ لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist