Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د زیتون تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

ننګرهار کې د زیتون تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

د ننګرهار وادي کرنیز دولتي شرکت مسوولین وايي، د اټکل له مخې به سږ کال د دې شرکت اړوند زیتونو له باغونو څخه ۱۶ سوه ټنه زیتون راټول شي چې له ۶۰ ټنو به یې اچار او له پاتې نورو تېل تولید شي.

د مسوولینو په خبره، سږ کال د زیتونو د اچارو په اندازه کې ۳۰ ټنه او د تېلو د تولید په اندازه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجراییوي رییس سید محمد نعیم محمدي وايي: « تېر کال زموږ د زیتون تېلو تولیدات ۱۳۵ زره ۵۰۰ لېټره او د زیتون اچار تولید ۳۰ ټنه وو. سږ کال به له پلان سره سم ۴۰ سلنه د تېلو تولید او ۳۰ ټنه به د چارو تولید زیاتېږي.»

د زیتونو پروسېس په کارخونه کې په کار بوخت کارګران وايي، د زیتونو حاصلاتو او تولیداتو زیاتوالي ته په کتو باید د زیتون باغونو له پراختیا سربېره له بهرنیو هېوادونو پر واردېدونکو زیتونو او تېلو تعرفه لوړه شي، ترڅو د دوی بازار لار نور هم ښه شي.

کارګر منور شاه وايي: « سږ کال زموږ زیتون په ښه بیه خرڅ شول او نور به هم زیات شي. که څه هم بهرني زیتون او تېل ارزانه دي، خو کیفیت یې ښه نه دی.»

کارګر باغچه ګل وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې د زیتون بهرني تېل منع یا هم ټکس پرې لوړ کړي، ځکه زموږ تېل د نړۍ په کچه لوړ معیار لري او بهرني تېل زموږ بازار خرابوي.»

د یاد شرکت مسوولین بیا وايي چې د بازار موندنې د زیاتوالي په موخه هڅې پیل شې دي، ترڅو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د خرڅلاو څانګې پرانیزي. د دوی په خبره، له ماليې وزارت او اړوندو نورو ارګانونو سره یې خبرې کړې، ترڅو له بهرنیو هېوادونو څخه پر واردېدونکو زیتونو او تېلو تعرفه لوړه کړي.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجراییوي رییس           سید محمد نعیم محمدي په دې اړه وايي: « په پلان کې ده چې ټولو ولایتونو کې نمایندګۍ جوړې کړو او خلکو ته تېل ورسوو. مالیې وزارت ته مو هم مکتوب استولی دی چې پر بهرنیو زیتونو د تعرفې لوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو خلک زموږ خپل تېل وکاروي.»

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسوولینو د معلوماتو له مخې، د زیتونو باغونو د پراختیا او حاصلاتو زیاتوالي په موخه سږ کال پلان لري چې د زیتونو ۵۰ زره نوي نیالګي کېنوي چې ورسره به د زیتونو په حاصلاتو او همدارنګه محصولاتو کې نور زیاتوالی هم راشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist