ملګري ملتونو او نا دولتي موسسو(انجيوګانو) د هغو ۲.۷ میلیونه راستنېدونکو افغانانو لپاره چې له ایران، خيبرپښتونخوا او پاکستانه راستنېږي، ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
یاد سازمان ویلي، په لومړي پړاو کې د فرضي کرښې او سرحدي لارو په اوږدو کې د بېړنیو مرستو چمتو کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰.۷ میلیون ډالره ځانګړي شوي او دا فنډ د روغتیايي خدمتونو، تغذیې، ټولنیز ملاتړ، اوبو او پاکۍ ساتنې په ګډون د نغدي مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.
ملګرو ملتونو ویلي: « د هغو افغانانو لپاره چې د افغانستان او ایران په سرحد او له خيبرپښتونخوا او پاکستان سره د فرضي کرښې په اوږدو کې پراته دي، موږ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي. دوی ته به خوارکي توکي، نغدي مرستې، حفظ الصحه او نور اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې شي او ترڅنګ به یې ټرانسپورټ هم ورکړل شي، ترڅو خپلو مېنو ته ستانه شي.»
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، په دویم پړاو کې به په ۳۵ لومړیتوب لرونکو برخو کې د راستنېدونکو د بیا ځای پر ځای کېدو لپاره له ۴۲۸ ميلیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ځانګړې شوې دي.
په دې کې د دندو رامنځته کول، د زدهکړې او روغتیا په څېر اساسي خدمتونو ته لاسرسی، د کورونو چمتو کول او په کوربه ټولنو کې د ادغام پیاوړتیا شامل دي.
ملګرو ملتونو په دې اړه ویلي: « موږ ۴۲۸.۵ میلیونه امریکایي ډالر هغو افغان کډوالو لپاره ځانګړي کړي چې هېواد ته راستانه شوي او اوس غواړي په ټولنه کې په باعزته ډول ادغام شي. زموږ موخه دا ده چې دغو افغانانو ته داسې مرستې برابرې کړو چې وکړای شي خپل ژوند په خوندي او باعزت ډول بېرته ورغوي.»
یاد سازمان زیاتوي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۶ میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي او د اټکل له مخې تمه ده چې د کال تر پایه به ۳ میلیون نور افغانان هم افغانستان ته ستانه کړای شي.
د پلان له مخې، تمه کېږي چې شاوخوا ۱.۷ میلیون له ایران او ۱.۱ میلیونه له خيبرپښتونخوا او پاکستان څخه د ۲۰۲۶ کال له اپرېل تر ډسمبر پورې افغانستان ته ستانه شي.
یو شمېر افغان کډوال بیا وایي، ستونزې یې ډېرې ژورې او پراخې دي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دوی لا ډېر لاسنیوی وکړي.
پاکستان مېشت کډوال ملک مجاهد خان شینواری وايي: « افغان مهاجرینو سره د لا ډېرو مرستو اړتیا ده. موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې هېواد ته ستنو شویو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.»
افغان کډوال حاجي نظرخان خوږیاڼیوال وايي: « که څه هم ستنو شویو مهاجرینو ته ځمکې ورکول کېږي، خو ښه به دا وي چې دا پیسې هغوی ته د کورونو په جوړولو، تعلیم برابرولو او کار موندلو باندې ولګول شي.»
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، نږدې ۵.۹ میلیون افغانان له ايران، خيبرپښتونخوا او پاکستانه راستانه شوي.
ملګري ملتونه وايي، د پراخې راستنېدنې له امله د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو بې ساري فشار راغلی.
د دوی په خبره، د راستنېدونکو له نیمایي څخه ډېری یې ښځې او ماشومان دي چې لویه برخه یې له افغانستان څخه بهر لوی شوي.
د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « که ملګري ملتونه غواړي د مهاجرینو ستونزې هوارې کړي او په راتلونکي کې یې له ستونزو وژغوري، نو دا پیسې کمې دي او باید زیاتې یې کړي. باید د مهاجرینو پر ښارګوټو پانګونه وکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « دوی باید دا پیسې په ډېر دقت مصرف کړي. باید په لومړي ګام کې هغوی ته کورونه جوړ شي او ورپسې راستنو شویو کسانو ته د کار او شخصي کاروبار زمینه برابره شي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تاجیکستان په ۲۰۲۶ کال کې لږ تر لږه ۸۲۴ تنه او ترکیې ۱۳ زره ۵۰۰ افغان وګړي افغانستان ته اخراج کړي. له ایرانه بیا څه باندې ۱۷۳ زره او له پاکستانه څه باندې ۵۳ زره تنه افغان کډوال ایستل شوي دي.
د يادې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، تاجیکستان او ترکیه د هغو هېوادونو ګروپ ته داخل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې یې د افغان کډوالو شمېر ته په پام، تر ټولو ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له خپلو خاورو ایستلي دي.