کابل کې د سیاحتي او زیارتي ګرځندوی شرکتونو کارکونکو د ظرفیت لوړونې لپاره جوړ شوی درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ډاډ ورکړی چې افغانستان ټولو سیلانیانو او په تېره بیا بهرنیو سیلانیانو ته امن هېواد دی او کولی شي په بشپړه ډاډمنه فضا کې د هېواد له سیاحتي، فرهنګي، تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه وکړي.
دوی زياتوي، په مرکز او ولایتونو کې یې د سیلانیانو د استوګنې لپاره ځانګړي هوټلونه او مېلمستونونه پلان کړي چې له هر ډول اسانتیاوو به برخمن وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین قدرت الله جمال وايي: « ډاډ درکوم چې د امنیت ټینګولو په برخه کې کورنیو چارو وزارت سل په سلو کې له موږ سره ولاړ دی، همدارنګه د استخباراتو په ګډون ټولو امنیتي ادارو ډاډ راکړی چې د سیلانیانو امنیت به خوندي وي. دغه راز په پام کې لرو چې سیلانیانو ته په دولتي ځایونو کې هوټلونه جوړ کړو.»
د سیاحتي او درملیزو شرکتونو اتحادیې رییس سیر رحیمي وايي: « اوسمهال د افغانستان امنیت د سیمې په کچه کمساری دی او زه ستاسو رسنیو له لارې ټولو سیلانیانو ته ډاډ ورکوم چې افغانستان امن دی او د بهرنیو سیلانیانو منلو ته چمتو دی.»
په ورته مهال، د زیارتي او سیاحتي شرکتونو ټولنه بیا د ګرځندوی شرکتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې برخه کې د زونونو په کچه هم د ورته سیمنیارونو جوړېدو غوښتنه کوي.
د دوی په خبره، دا ډول سیمینارونه کولی شي د شرکتونو کارکونکو د تخصص کچه نوره هم لوړه کړي او په وسیله یې بهرنيو سیلانیانو ته د افغانستان واقعي انځور وښيي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا ډاډ ورکوي چې هڅې یې پیل کړې، ترڅو د ظرفیت لوړونې د دغو سیمینارونو لړۍ له مرکزه تر زونونو او ان د ولایتونو تر کچې ورسوي.
د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ټولنې ریيس حاجي ګلاب سلطانزوی وايي: « موږ له مشرانو غواړو چې په مرکز، ولایتونو او زونو کې د دې ډول نورو ورکشاپونو زمینه هم برابره کړي، ترڅو زموږ شرکتونه معیاري شي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین په دې اړه وايي: « زه ډاډ درکوم چې له دې سیمینار وروسته به د زونونو په کچه هم سیمینارونه جوړ کړو؛ ځکه زموږ ډېری وروڼه په لرې سیمو کې دي او کولی شي زونونو ته ورشي. همدا استادان، موږ او د اتحادیې مسوولین به هڅه کوو چې اړین ګامونه پورته کړو.»
په ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین وايي، د افغانستان تاریخي او فرهنګي سیمې بې سارې دي او هڅه باید وشي چې بهرنیو سیلانیانو ته د افغانستان واقعي او ریښتنی انځور وړاندې شي.
عتیقالله عزیزي زیاتوي: « په داسې حال کې چې موږ هم تاریخي، هم فرهنګي او هم سیاحتي ساحې او سیمې لرو، اړتیا ده چې دا سیمې او زموږ د خلکو فرهنګ په ګډه نړۍ ته معرفي کړو.»
د چارواکو ټینګار پر دې هم و چې له بهرنیو سیلانیانو سره باید له اسلامي او افغاني اصولو سره سم چلن وشي، ترڅو خپلو هېوادونو ته د افغانستان مثبت انځور انتقال کړي.
د تېر یوه کال په موده کې لسګونه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او ترڅنګ یې له دوه ميلیون زیاتو کورنیو سیلانیانو هم د هېواد تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو لیدنه کړې.