Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی

متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوناما له سرپرستې سره ليدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې ناستې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

اميرخان متقي په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې د اسلامي امارت استازو حضور د دواړو لورو ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او زیاته یې کړې ده چې په يادو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د حکومت مسوولیت او د افغان ولس حق دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دې لیدنې په اړه وايي: « په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا راتلونکې ناستې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو سازمان او نورو سازمانونو کې د افغانستان د استازيو حضور د دواړو لوريو ترمنځ د تعامل لا پياوړتيا او پراختيا سره مرستندوی وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان استازولي د افغان حکومت مسووليت او د افغان ولس حق دی.»

بله خوا، کابل کې د يوناما سرپرستې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراخېدو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « آغلې جورجټ ګانیون هم په خپل وار له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لازیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. د ناستې په پای کې دواړو لوریو په بشري برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر لا پیاوړتیا د ګډو کاري کمېټو پر همغږۍ ټينګار وکړ.»

شنونکي بيا وایي، یوناما دې د افغانستان وضعیت په واقعي توګه درک او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ دې د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي. د دوی په خبره، اسلامي امارت دې هم د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني، ترڅو له نړۍ سره تعامل اسانه شي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وایي: « یوناما د خپل فعالیت په لړ کې داسې ګامونه نه دي پورته کړي چې له مخې یې د افغانستان ستونزې حل شي.»

د متقي او ګانیون لیدنه داسې مهال ده چې له تېرو څه باندې څلور نیمو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو د خپل باور په اساس، د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د تعامل پر وړاندې اصلي خنډونه د ښځو پر زد‌ه‌کړو او کار محدوديت، د ټولګډونه حکومت نه شتوالی، بشري حقونه ناسم وضعيت او د ډاډمن امنیت په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې بللي.

اسلامي امارت دا څه له تېرو څه باندې څلور نیمو کلونو راهیسې د افغانستان کورني مسایل بللي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist