Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

په مزار شریف ښار کې د لاجورد په نوم د یوه ستر ودانیز کمپلېکس جوړولو کارونه پيل شول.

دا لوړ پوړی استوګنیز ښارګوټی چې د عصري معیارونو له مخې به د درېیو کالونو په موده کې بشپړ شي، مسوولین یې وایي، پر شاوخوا ۴۳ زره متر مربع ځمکه، ۸ لوړ پوړیز بلاکونو  او  ۱۴۴۸  استوګنیزو واحدونو کې جوړ ېږي.

د مسوولینو په خبره، مجهز رسټورانټ، جوماتونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، سپورټي کلبونه، شنه ساحه او نورې هغه ځانګړتیاوې دي چې دا کمپلېکس به یې ولري.

د لاجورد کمپلېکس مسوول فدا محمد روفي وايي: « دا شهرک په همدې ځمکه کې چې ۴۳ زره متر مربع مساحت لري د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت او پانګونې سره جوړېږي. دلته به ۷ زره تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کوي. پر دې ځمکه به اته داسې ودانۍ جوړې شي چې څلور به یې ۲۷ پوړونه او څلور نورې یې ۱۷ پوړونه ولري.»

د پروژې انجنیر محمد سلطاني وايي: « په دې پروژه کې به د ښځو او نارینه وو لپاره جلا مسجدونه، د فاتحې او محافلونو سالون، د نجونو او هلکانو لپاره جلا ښوونځي، مجهز سوپر مارکېټ، مجهز رسټورانټ، جلا جلا ورزشي کمپلېکسونه، بانکونه، صرافۍ او لباس پلورنځي شامل وي.»

په ورته مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند چې دې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، د دې پروژې پیل یې د یوه عصري ښار د رامنځته کېدو سمبول وباله.

نوموړي دغو مراسمو کې له پانګوالو وغوښتل چې په ساختماني برخه کې هم پانګونه وکړي او په خبره يې، د ښاري مېشتېدنې له پلوه له معیاري او عصري ټیکنالوژۍ سره برابر او پرمختللی هېواد وګرځي.

په همدې حال کې، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه مسوولینو په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونه او ټینګ امنیت وستایه او په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار وکړ.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « د ودانیو جوړولو د هېواد ښارونو د اساساتو رغولو مهم اړخ دی او ولس ته په معاصرو معیارونو برابره سرپناه برابروي. اوسنۍ نړۍ د عصري ژوند په لور روانه ده، افغانستان هم حق لري پرمختللي ښارونه او اقتصادي سیمې ولري.»

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وايي: « افغانستان دامهال د جګړې په ځای بیارغولو، پانګونې او اقتصادي پروژو ته اړتیا لري. دا زموږ ټولو دنده ده چې له اوسني فرصت څخه د هېواد رغولو لپاره ګټه واخلو.»

د بلخ ځایي مسوولین د دا ډول سترو پراختیايي پروژو پرانسته د ولایت د اقتصادي ودې او ښاري معیاري کېدو لپاره مهم ګام بولي. د دوی په خبره،  د دغو پروژو پلي کېدل نه یوازې د پانګونې او سوداګرۍ زمینه پراخوي بلکې په کور دننه ګڼو کسانو ته د کار فرصتونه هم برابروي.

د بلخ ولایت سوداګرۍ خونې رییس ابراهیم غضنفر وايي: « بېله شکه، د دولت او خصوصي سکټور همکاري د هېواد د آبادۍ کلي ده. موږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکوو چې په پوره ډاډ سره د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.»

د بلخ والي محمد یوسف وفا وايي: « په کومه کورنۍ او ټولنه کې چې فساد نه وي، هغه خامخا جوړېږي. نن ستاسو ټولو پیسې ملي خزانې ته ټولېږي او بیا د هېواد جوړولو لپاره لګول کېږي.»

د قوش‌تیپې کانال له سترې ملي پروژې وروسته، د مزار شریف ښار کې د لاجورد استوګنیز کمپلېکس جوړېدل د بلخ له مهمو او لویو پراختیايي پروژو څخه ګڼل کېږي.

ټاکل شوې د دې ستر کمپلېکس د جوړولو په بهیر کې به شاوخوا اووه زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي چې دا چاره به د سیمې پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist