Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې د یاد کمیسیون له لوري د ۱۰.۲ میليارد افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې شوې دي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې چې له بحث وروسته ۲۲ هغه يې منظورې او په ۷ نورو پروژو کې بیا یو لړ بدلونونه راغلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، همداراز د څلورو پروژو په اړه ټاکل‌شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د پروژو د قېمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي: « په منظورشویو او تعدیل‌شویو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال دویم فاز، کندهار کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت له ایبک څخه روی دو اب پورې د ۲۰ کیلومټره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.»

د اقتصادي چارو څارونکي بیا په هېواد کې دا ډول لویې پروژې له اقتصادي اړخه مهمې بولي او وایي، له دې سره به لسګونه زره خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

د څارونکو په خبره، حکومت باید هڅه وکړي چې یادې پروژې هغو شرکتونو ته وسپاري چې ټولې چارې له ښه کیفیت سره پر مخ یوسي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « کله چې پراختیايي پروژې پيل کېږي، ورسره د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کېږي؛ ځکه چې هره پروژه خلکو ته کاري فرصتونه برابروي او نورې برخې هم له ځان سره فعالې ساتي. دا نه یوازې د زیربناوو جوړولو په برخه کې اساسي کار ترسره کوي بلکې خلکو ته شغلي فرصتونه هم چمتو کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمدیونس ځدراڼ وايي: « د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا د نویو پروژو منظوري او لپاره یې په کافي اندازه بودیجه ځانګړې کېدل، د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام دی. په دې سره خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي، خو باید چارې یې داسې شرکتونو ته ورکړل شي چې کار په ښه کیفیت او کوالټي ترسره کوي.»

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه ټولې ۲۲ پروژې د افغانستان اسلامي امارت له داخلي عوايدو تمویلېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist