Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/24

د بلوڅانو یووالي کمېټې (بي‌وای‌سي) مشرې ډاکټرې ماه‌ رنګ بلوڅ ته د بلوچستان مرکزي ښار کوټې یوې ترهګرۍ ضد محکمې عمري بند سزا اورولې ده.

 نوموړې ته دا سزا د دوشنبې په ورځ اورول شوې ده.

 که څه هم ماه‌ رنګ بلوڅ لا په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د بلوڅانو یووالي کمېټې پرخپله اېکس پاڼې د ماه‌ رنګ بلوڅ یو لیک خپور کړی چې هغې ته پر منسوبه اېکس‌ پاڼه هم خپور شوی دی.

 

په لیک ویل شوي چې د پاکستان حکومت او قاضیانو د پرېکړو پر ضد یې له تېرو اتو ورځو راهیسې پرلت او احتجاج پیل کړی.

 

د لیک یوه برخه:« موږ د حکومت او قاضیانو د پرېکړو پر ضد له تېرو اتو ورځو یا ۱۹۲ ساعتونو راهیسې په زندان کې دننه پرلت او احتجاج پیل کړی. په دغه پرلت او احتجاج کې صبغت الله بلوڅ، بیبرګ بلوڅ، بیبو بلوڅ او ګلزادي بلوڅ هم راسره دي.»

 

په لیک کې ادعا شوې چې حکومت او د قضا برخې چارواکي په پرلپسې ډول د دوی د خلاصون مخه نیسي، ضمانوتونه یې ردوي، په زندان کې له لا ډېرې مودې ساتلو لپاره یې په بېلابېلو تورونو تورنوي او د پرانیستې محکمې پر ځای په یوه ځانګړې محکمې کې سزاګانې ورته ټاکي.

 

په لیک کې دوی غوښتنه کړې چې قضیه دې یې د خصوصي محکمې پر ځای په یوه پرانیستې محکمه کې ترسره شي او همداراز یې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي محمد علي مبین د بدلون غوښتنه هم کړې ده.

 

ډاکټرې ماه‌رنګ ویلي چې زندانونه یې د مبارزې برخه دي او له حق‌غوښتنې یې نه شي‌ لاس‌په‌سر کولی.


د لیک یوه برخه:« زندانونه زموږ د مبارزې اصلي اړخ دی او موږ هیڅکله چمتو نه یوو چې له خپلې مبارزې په شا شوو، ځکه موږ نه غواړو چې له خپلې حق غوښتنې لاس په سر شوو.»

 

د ماه رنګ او بي وای سي ځینو نورو فعالانو مدافع وکیل اسرار جتک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ماه رنګ او صبغت الله شاه په ګډون د بي وای سي فعالانو پر ضد دا قضیه په ۲۰۲۴ کال کې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوچ راجي مچي په نامه غونډې په ترڅ کې د امنیتي ادارو یوه کس وژل کېدو په تړاو ثبت شوې وه.

 

مدافع وکیل ویلي چې دغه کس د ادعا له مخې، د ګڼې‌ګوڼې پرمهال په ډبرو لګېدلی او مړ شوی او کوم قصدي یا د هغې شخصي عمل نه و، خو محکمې پړه وپېژندله.

 

د ماه‌رنګ بلوڅ ترڅنګ د بلوڅانو د یووالي کمېټې ځينې نورو غړو صبغت الله شاه جي، د بلوڅ محصلانو ټولنې مشر بالاچ قادر او بل مشر ابوبکر کلانچي ته هم د عمري بند سزا اورول شوې ده.


د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم له یوې خوا پاکستان د بشري حقونو چغې وهي او له بلې خوا یوه ښځه په ډېرې بې رحمۍ سره بند خونې ته لېږي او ورته د عمري بند سزا ټاکي. دغه ډول کړنې د پاکستان هغه اصلي څېره نه یوازې د پاکستان خلکو ته بلکې سیمې او نړۍ ته ښکاره کوي چې پاکستان یو بې رحمه هېواد دی.»


رسنیو خبر ورکړی چې د ځینو امنیتي لاملونو له کبله دا محاکمه د کوټې په زندان کې دننه په یوه ځانګړې محکمه کې ترسره شوه.

 

ډاکټره ماه‌رنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستان حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي.


د ماه‌رنګ بلوڅ نوم تر نیول کېدو څو ورځې وړاندې د نوبل سولې جایزې ته د نوماندانو په نوملړ کې هم شامل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې
افغانستان

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې
افغانستان

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ
افغانستان

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته
افغانستان

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي
افغانستان

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026

وروستي خبرونه

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist