Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له کندهاره په لومړي ځل د صنعتي پارک تولېدات ایران او ترکیې ته واستول شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/21

د کندهار د صنايعو او کانونو خونې مشر سيد سرور اماني وايي،د کندهار صنعتی پارک د اوسپنې او پلاستیک برخو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلي او توانيدلي،چې توليد شوې  پنبه، او له طبعي بوټو جوړ صابون د پاکستان ترڅنګ د ايران او ترکیې مارکيټونو ته واستوي. 

اماني وایي،که  په دغه ولایت کې د برېښنا ستونزه هواره شي،د صنعت له پياوړتیا سربېره به هغه بهرني شرکتونه هم دغه ولایت کې پانګونه وکړي،چې له دوی سره اړيکه کې دي.

اماني زیاته کړه:« موږ د صنعت په برخه کې که څه هم یو شمېر کسانو چې په پاکستان او ایران کې پانګونه کړې، له هغوی سره مو پیغامونه تبادله شوي دي. هغوی اوس د امنیت په ښه کېدو سره لېوالتیا لري،خو چې دغه د برېښنا ستونزه حل شي، دوی به هم دلته پانګونه وکړي. د کانونو برخه کې له موږ سره ډېر داسې کسان په اړیکه کې دي،چې غواړي، د کانونو کېندنې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.» 

د کندهار په  صنعتي پارک  ګې د پنبې پروس یوې کارخونې مسوول یارمحمد وايي،هېواد کې له کرل شوې پنبې نه خالصه پنبه، کنجاړه او غوړي باسي،چې پنبه یې د پاکستان ترڅنګ تازه ايران او ترکیې ته هم لېږلې.

هغه زیاته کړه:« انشاء الله  اوس مو صادرات  په دې درې میاشتو کې ایران او ترکیې ته شروع شوي دي. موږ پر دې ډېره هڅه کوو،چې د پاکستان ترڅنګ نور مارکېټونه هم پيدا کړو. زموږ مال هغه پاکستان ته ځي، خو په دې درې میاشتو کې مو ایران او ترکیې ته هم یو څه مال استولی دی.» 

د یادې  کار خونې کارکونکي وایي، کار يې معياري دی،خو په خبره یې د برېښنا نشتون له ا مله  چارې ستونزو سره مخ دي. 

د کندهار د برېښنا شرکت استازی انجنیر احمد ضیاء ابدالي وایي،تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې  به د کندهار د اوسېدونکو ترڅنګ د صنعتي پارک د برېښنا ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

د مالوماتو له مخې، د کندهار  صنعتي پارک د ۲۶۰  کارخونو له ډلې اوس  ۹۶ کارخونې فعاله دي، چې ټولې يې د برېښنا نه شتون  له امله پر شخصي لګښت فعاليت کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist