Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له جوزجانه هره میاشت زرګونه متره مربع افغاني غالۍ بهر ته صادرېږي

له جوزجانه هره میاشت زرګونه متره مربع افغاني غالۍ بهر ته صادرېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

په جوزجان ولایت کې تولید شوې افغاني غالۍ اوس مهال په نړیوال بازار کې د پاکستان پر ځای د افغانستان په نوم پلورل کیږي.

شهرستان قالین د جوزجان د آقچې ولسوالۍ پخوانی نوم دی؛ دغه نوم له همدې لاسي صنعت ور پاتې شوی و.

له ډول ډول تارونو په لاس اوبدل شوې غالۍ نه یوازې د دې ولایت یو مهم اقتصادي محصول ګڼل کېږي، بلکې د یوې فرهنګي او هنري نښې په توګه هم ځانګړی نوم او شهرت لري.

د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې مسوول عبدالغفاروایي، هره میاشت تر دوه زرو مترو مربع افغاني غالۍ اوبي او زیاته برخه یې بهرنيو بازارونو ته وړاندې کېږي.

عبدالغفار زیاتوي: « موږ په میاشت کې تر دوه زره مېترو تولید لرو.  ۱ زر او ۸۰۰  مترمربع زه خپله بهر او پاتې نور کابل ته استوم. زموږ د تولیداتو ۱۵ سلنه پاکستان ته ځي؛ هلته زموږ تولید ښه پېرودونکي لري.»

د جوزجان د غالۍ اوبدلو په دې لویه کارخونه کې شاوخوا ۳۵۰۰ تنو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

د غالۍ پر وینځلو او بسته بندۍ باندې بوخت کارګران خوښ دي چې په کور دننه د عاید ترلاسه کولو فرصتونه ورته چمتو شوي.

د غالۍ اوبدلو کارخونې یو کارګر جان محمد وايي: « زه دلته کار کوم او د میاشتې له ۸ تر ۱۰ زرو افغانیو عاید لرم. په دې کارخانه کې څه کم ۱۰۰ تنه پر کار بوخت دي.»

د کار خونې یو تن بل کارګر نورمحمد وايي: « زه د میاشتې تر ۶ زرو عاید لرم، شکر دی روزګار مې ښه روان دی.»

په همدې حال د جوزجان صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د غالیو د قاچاق مخنیوي خبره کوي او وايي، د پخوا پرتله د افغانۍ غالیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د مسوولینو په خبره، اوس ‌مهال افغاني غالۍ بهرنیو بازارونو ته د پاکستان په ځای د افغانستان په خپل نوم وړاندې کېږي.

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس نیاز محمد تواب وايي: « د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو او دغه راز له خصوصي سکټور سره د غالیو د صادراتو په اړه همغږي کړې، اسانتیاوې یې جوړې کړې او ستونزې هوارې شوې دي.»

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو پر بنسټ، یاد ولایت کې د غالیو د تولید او پروسېس څه باندې ۱۰۰ کارخونې شته چې په کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist