Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: افغانستان به نږدې راتلونکې کې  پر صادراتي هېواد بدل شي

عزیزي: افغانستان به نږدې راتلونکې کې  پر صادراتي هېواد بدل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

په هرات  ولایت کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې ویلې کولو یوه کارخونه کې د ګاډرو د تولید لومړني فاز چارې پیل او د ګول سیخ د تولید دویم فاز لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې کارخونه کې په ورځني ډول ۳۰۰ ټنه ګاډر تولیدیږي او د دویم فاز چارو له بشپړېدو سره به دغه کچه لوړه او څه باندې زر  کسانو ته به په کې  د کار زمینه برابره شي.

د اوسپنې ویلې کولو کارخونې مشر حیات الله نظري وايي: « زموږ ۵۰۰ تنه هېوادوال دلته په مستقیمه توګه پر کار بوخت دي. نن د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د کارخونې د دویم فاز جوړولو ډبره کېښودل شوه چې تر راتلونکي یوه کاله به بشپړه شي او ورسره به ۱۰۰۰ تنو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.»

همدارنګه، د اوسپنې ویلې کولو ټولنې مسوولان وایي، د اوسپنې ویلې کولو او ګول سیخ تولیداتو په برخه کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې پر مټ یې نه یوازې افغانستان پر ځان بسیا شوی بلکې ترڅنګ یې۶۰۰ ټنه ګول سیخ پاکستان ته صادر شوی او راتلونکي کې به ترکمنستان ته هم د ګول سیخونو صادرات پیل شي.

د اوسپنې وېلې کولو کارخونو اړوند ټولنې اجرائیه رییس عبدالنصیر رښتیا وايي: « په ټول افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۲ کارخونې لرو چې په هرات، جلال آباد، مزارشریف، کندهار او کابل ولایتونو کې فعالیت لري.»

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدل شي.

د نورالدین عزیزي په خبره، ټاکل شوې له صنعتکارانو  د ملاتړ په موخه هغوی ته ځمکې ووېشل شي او اوس مهال ۸۰۰ پانګوال د ځمکې وېش ته په تمه دي او د ځمکې ترلاسه کولو سره به خپله پانګونه پیل کړي.

عزیزي زیاتوي:«  په تېرو ۶ میاشتو کې چې موږ کوم راپور ترلاسه کړی څرګندوي چې ۳۰ میلیونه ټنه خام مواد اضافه شوي. زموږ هېواد هره ورځ د پرمختګ، ځان بساینې،  صنعتي کېدو او صادراتي کېدو په لوري ځي.»

بله خوا، د هرات ځایي چارواکي د داخلي بشري ځواک د کارولو سپارښتنه کوي او وایي، هېواد کې د امنیت ټینګښت سره پانګونې ته زمینه پراخه شوې او له پانګوالو غواړي چې په کور د ننه پانګونې سره د ځوانانو له وړتیاوو ګټه واخلي.

هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار وايي: « په تکرار سره وایم، لومړی امنیت او بیا اسانتیاوو رامنځته کولو ته اړتیا ده. اسلامي امارت امنیت ټینګ کړی او د اسانتیاوو برابرولو لپاره نهایت زیات کوښښ کوي.»

د  مالوماتو له مخې،  اوس مهال شاوخوا ۲۰ زره کسان په ټول هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو او ګول سیخ جوړولو په کارخونو کې پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي
اقتصاد

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې
اقتصاد

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist