Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د قدرت انحصار نه غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/06

د سې شنبې په ورځ مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو دوه ورځینۍ غونډه پیل شوه.

طالبانو په ناسته کې ټینګار وکړ چې د قدرت انحصار نه غواړي او د افغانستان اساسي قانون د باور وړ نه دی.

طالبان وایي اجنډا یې بهرنۍ نه ده او په افغانستان کې د یو داسې نظام جوړېدل غواړي چې د ټولو حقوق په کې خوندي وي.

له دې سره افغان سیاستوالو په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ، خو خبرداری یې دا و چې استبدادي او میراثي حکومتونو وخت پای ته رسېدلی دی.

د افغان سیاستوالو په وینا نظام د خلکو په وینو جوړ شوی، خو د اصلاح لپاره د چا مخنیوی نه کوي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناستې په وینا کې ویلي، دوی یو خپلواک او د بهرنیو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د

کرزي په خبره له نړۍ او ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.

کرزي په دې ناسته کې یو ځل بیا طالبانو ته د ورونو خطاب کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د مسکو غونډه سولې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

هغه له امریکایانو سره د طالبانو د روانو خبرو هرکلی هم کړی.

په همدې غونډه کې عطاء محمد نور ویلي، که سوله د موقت حکومت پر جوړېدو راځي باید ورته لبیک وویل شي، څو طالبان هم په واک کې شریک او خپله ونډه واخلي.

د ولسمشر غبرګون

د مسکو غونډې ګډونوال د هېڅ پرېکړې حق نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د مسکو ناستې ګډونوال د کومې پرېکړې واک نه لري او په وینا یې هغه یوه خیالي غونډه ده چې پرېکړه یې پر هېڅ افغان نه شي ورتپلی.

غني وایي، د سولې لپاره له واک او ان له خپله ژونده تېر دی، خو لومړی باید پوه شي چې د کومو ارزښتونو بدل کې له دې هر څه تېرېږي.

هغه وایي، په دې کې هڅ شک نشته چې طالبان د اوسني حکومت او نظام کمزورتيا او له منځه وړل غواړي، خو دی به هېڅ کله هم د افغانانو پر برخلیک معامله ونکړي.

ولسمشر زیاته کړه چې که طالبان ځان مطرح بولي نو را دې شي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي، او بیا به ثابته شي چې څومره افغانان دوی غواړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي
افغانستان

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي
افغانستان

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې
افغانستان

د افغانستان – پاکستان سوداګري تر ټولو ټیټ حد ته ښکته شوې

جولای 20, 2026
حنفي: د منکراتو  مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده
افغانستان

حنفي: د منکراتو مخنیوي لپاره د علماوو او ولس همکاري اړینه ده

جولای 19, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

افغانستان بانک: روان کال شاوخوا ۲.۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه سوځول شوي

جولای 20, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026
شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

شېرمحمد شریف: افغانستان کې د پردیو جګړې پرمخ وړل د پاکستان په زیان دي

جولای 20, 2026
د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

د امریکا کانګرېس هغې طرحې ته رایه ورکوي چې له درېیمو هېوادونو د مهاجرینو ورتګ منع کوي

جولای 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist