Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعت او سوداګرۍ وزارت: د هېواد صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي

صنعت او سوداګرۍ وزارت: د هېواد صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي

admin by admin
2025/09/10

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د یاد وزارت د وزیر پر مشرۍ د هېواد د صادراتي مرکزونو د مسوولینو او وزارت د نورو اړوند چارواکو ترمنځ د لومړنۍ مشورتي انلاین ناستې خبر ورکړی.

د دې وزارت ویاند وایي، په ناسته کې نورالدین عزیزي د عوایدو د شفافې راټولونې مکانېزم د پلي کېدو، د تصدیق پاڼو د وېش او د صورت حساب یا انوایسونو د ثبت پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، د صادراتي مرکزونو ترمنځ همغږي، د سوداګریزو راکړه ورکړو ډیجیټلي کول او د صادراتي چارو جامع ‌سازي د وزارت له مهمو لومړیتوبونو بللي.

عبدالسلام جواد وایي، د صادراتي مرکزونو له پرانیستې او د وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۴ هـجري لمریز کال له زمري میاشتې راهیسې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ۴۰ سلنه ډېر شوي.

جواد په دې اړه وايي: « د صادراتي مرکزونو د پرانیستنې او د افغانستان د سوداګریز وضعیت د تحلیل له مخې، شمېرې ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ۱۴۰۳ کال د همدې میاشتې په پرتله، د هېواد صادرات ۴۳ سلنه لوړ شوي  او دا هغه لاسته راوړنې دي چې د افغانستان د صادراتي ودې ښکارندويي کوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمنه کوي چې د سالم مدیریت، هدفي پالیسۍ جوړونې او له ملي ظرفیتونو د اغېزناکې ګټې اخیستنې له لارې، د هېواد صادراتي پروسه لا ډېره پياوړې کړي.»          

په ورته مهال، د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول ناستې د هېواد د اقتصادي ودې، داخلي عوایدو د زیاتوالي، بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ پولي ارزښت د لوړېدو او د کورنیو توکو د کیفیت د پیاوړتیا له پلوه ارزښتناک او مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی سېد مسعود وايي: « هغه ناسته چې په حقیقت کې یوه داسې مرجع چې تل پالیسي جوړونکې ده او هغه مرجع چې په حقیقت کې د صادراتو او وارداتو او تولیدي مسایلو تطبیق کوونکې ده، زه فکر کوم که په دې برخه کې همغږي رامنځته شي او له شرایطو سره سمې پالیسۍ منځته راشي، هم به د دولت عواید ورسره لوړ شي او هم به زموږ د سوداګرو او صنعتګرو رقابتي قدرت ډېر شي؛ بله دا چې زموږ لپاره به هغه اندازه  هم تعیین شي چې څومره تولیدات او صادرات لرو.»            

په همدې حال کې یو شمېر نور اقتصادي شنونکي بیا باور لري چې د هېواد صادراتي توکو کې د روڼتیا راوستل، د هېواد اقتصادي ودې او له نړیوالو هېوادونو سره د رغنده سوداګریزو او اقتصادي اړیکو رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.

شنونکي له اسلامي امارته غواړي چې د افغانستان د توکو د صادراتو لپاره اغېزمن ټرانزیټي مسیرونه برابر کړي، څو په اسانۍ سره نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د صادراتو په برخه کې چې هرڅومره ډېر شفافیت رامنځته شي، دا زموږ په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي. په لومړي سر کې باید هغو لارو ته چې زموږ توکي نړۍ ته لېږدوي، لکه چابهار بندر ته باید پاملرنه وشي؛ ترڅو موږ له کوم خنډ پرته په لږ وخت کې خپل توکي د نړۍ بازارونو ته ورسوو.»               

د راپورونو پر بنسټ، تېر کال افغانستان د شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده چې له دې ډلې یو میلیارد او ۷۸۵ میلیونه ډالره صادرات او ۱۱ میلیارده او ۱۶۴ میلیونه ډالره واردات و.

 د افغانستان ډېری صادراتي توکي پاکستان، هند، متحده عربي امارات، تاجیکستان، ایران، اوزبېکستان، ترکیې، عراق، چین او قزاقستان ته صادرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist