Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان د چابهار له لارې نړۍ سره سوداګري پراخوي

صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان د چابهار له لارې نړۍ سره سوداګري پراخوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مسوولان وايي، د چابهار بندر له لارې به د افغاني محصولاتو صادرولو لړۍ لا پراخه کړي.

د دوی په خبره، په چابهار بندر کې ټولې هغه ستونزې د ایران له لوري حل شوې دي چې په تېر کې افغان سوداګر ورسره مخ وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ډېر ژر د هغه پلان عملي کولو خبر هم ورکوي چې له مخې به یې له چابهار بندر څخه پراخې ګټه اخیستنې او د سوداګرۍ پراختیا ته زمینه برابروي.

چارواکي زیاتوي، په پلان کې ده له ایران سره د ياد بندر په مسیر کې د ګڼو لوجیسټیکي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي شرکتونو رامنځته کېدو ترڅنګ، د نیمروز په میلک سیمه کې د افغانستان د تاسیساتو ظرفیتونه هم لوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر رییس محمد الله بختیار وايي: « د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وروستیو هڅو له مخې، د ایران حکومت افغانانو ته د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټي لګښتونو په کچه کې د ایران د نورو بندرونو په پرتله،۵۰ سلنه تخفیف ورکړی. چابهار بندر افغانستان ته زمینه برابروي چې نړیوالو اوبو او سمندر ته لاره پيدا کړي. همدارنګه د چابهار – زرنج لاره د ایران د نورو آبي بندرونو په پرتله لنډه، خوندي او اقتصادي ده. دا لاره افغانستان له منځنۍ او جنوبي آسیا سره نښلوي او زموږ هېواد ته د سیمي د تاریخي تجارتي څلور لارې رول لوبوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معلومات ښيي چې تېر کال د چابهار بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه میلیارد ډالر وه چې زیاته برخه یې واردات وو. خو د مسوولانو په خبره، هڅه کېږي راتلونکی کال دغه کچه نوره هم لوړه شي او د افغانستان توکي له همدې لارې د جنوبي او مرکزي اسیا پر مارکېټونو سربېره د اورپا بازارونو ته هم ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « زموږ د شمېرو له مخې، افغانستان د چابهار له لارې په ۲۰۲۴ کال له ۱۲۷ میلیون ډالرو پورته صادرات لرل او د ۲ میلیارده ۵۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت یې هم واردات درلودل..»

سوداګر هم د دې اقدام له امله خوښ دي او وايي، د چابهار بندر له لارې یې هند ته صادرات زیات شوي او ټولې هغه ستونزې هوارې شوې دي چې په دې لار کې یې درلودې.

د دوی په خبره، اوس د چابهار بندر په مسیر کې سوداګریزو بېړیو هم د منځنۍ کچې انتقالات پیل کړي او په دې توګه کولی شي افغاني توکي له کابل څخه هند ته د شلو ورځو په موده کې ورسوي.

د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیې رییس عبدالقاسم امرخېل وايي: « دا ډېره ښه لاره ده او زموږ صادرات له همدې لارې په غوره توګه روان دي. تقریبا ً له ۲۰ ورځو تر ۱ میاشتې پورې زموږ توکي هندوستان ته رسېږي. حتا زموږ څو موټره مال په ۱۷ ورځو کې هم هندوستان رسېدلي. همدا اوس ۱۵۰ کانټینره مال په لارو دی چې ښايي راتلونکو دوو اونیو کې ۲۰۰ کانټینرونو ته ورسېږي. د چابهار له لارې صادرات یو ښه فرصت دی او موږ ټولو سوداګرو ته خبر ورکوو چې په دې لاره هېڅ ډول ستونزه نه شته او بانکي اړتیاوې هم پوره کېږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په خبره، افغانستان د ګاونډیانو په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او له دې لارې هڅه کوي چې په ځانګړې توګه له پاکستان سره د سوداګريزو مسيرونو په تړل کېدو سره، کورني بازارونه له اغېزمنتيا خوندي وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist