Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعتکاران: جوزجان ولایت کې دې صنعتي پارکونه جوړشي

صنعتکاران: جوزجان ولایت کې دې صنعتي پارکونه جوړشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/06

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې ګڼ شمېر لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالې شوې چې تر ټولو تازه یې د بخار دېګونو جوړولو کارخانه ده.

دلته د جوړو شویو کارخونو مسوولین وايي،  که اسانتیاوې ورته ډېرې شي او ملاتړ يې وشي، د ډېر شمېر ځوانانو لپاره به کاري فرصتونه برابر کړي.

د بخار دېګونو کارخونې مسوول مدیر سید قدیر وايي: « برېښنا لرو، خو د ګازو له پلوه ستونزې شته، بله دا چې زموږ خام مواد هم په کور دننه چمتو کېږي. له اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د جوزجان له ولایتي مسوولینو غواړو چې زموږ د ګازو ستونزې ته رسېدنه وکړي. په ۲۴ ساعتونو کې چې موږ څومره ګاز ته اړتیا لرو، نه راکول کېږي. که حکومت مو ملاتړ وکړي له ۲۵۰ تر ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابرولی شو او دغه راز کولی شو خپل توکي بهر ته هم صادر کړو.»

په همدې حال کې د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د کارخونو د فعالیت پیل کېدل د اقتصادي ودې او د بې ‌کارۍ کچې ټیټېدو په برخه کې اغېزناک اقدام بولي.

د جوزجان صنعت او سوداګرۍ رییس نیاز محمد تواب وايي:« د جوزجان ولایت ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې د خپلو ستونزو په اړه موږ ته مراجعه وکړي، موږ به یې له مرکزي چارواکو سره شریکې کړو او د دوی مشکلاتو ته به رسېدنهن کوو. دا مهال د ټول هېواد پر کچه اقتصادي مسایلو ته ډېره پاملرنه کېږي.»

کارخونو کې پر کار بوخت کسان خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره شوې.

دوی له ملي سوداګرو غواړي چې په کوردننه د ورته کارخونو په جوړولو سره بهر ته د کار کولو لپاره د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.

د کارخونې یو تن کارګر وايي: « له پانګوالو مې غوښتنه دا ده چې اوس شکر امنیت شته او د شبرغان په څېر ولایتونو کې ګاز او برق هم شته دي، نو راشئ او دلته پانګونه وکړي.»

د کار خونې یو بل کارګر وايي: « زه ایران کې وم، له هغه ځایه اخراج شوم او په کور وزګار کېناستم. اوس مې په دې کارخونه کې کار پيل کړی او ډېر خوښ یم چې کار لرم.»

د ښيښې، ګچ، بخار دېګونو او غالیو تولیدولو کارخونې دا مهال په جوزجان ولایت کې فعالیت لري.

له دې ټولو سربېره، د جوزجان والي په دې ولایت کې د صنعت برخه کې له خپلو هر راز همکاریو ډاډ ورکوي.

ګل حیدر شفق همداراز زیاتوي جوزجان د ګازو له اړخه بډایه ولایت دی او د تولیدي کارخونو لپاره مناسب دی.

شفق په دې اړه وايي:« د صنعتکارانو لپاره صنعیتي پارک، امنیت، برېښنا او ګازو ته اړتیا ده. الحمد الله ښه برق او ګاز لرو؛ موږ په خپلو ملي تجارانو که خارج کې دي که داخل کې، غږ کوو چې تاسو لپاره د کار او صنعت زمینه برابره ده او تاسو کولی شئ خپل تولیدات او وطن او ولس ته وړاندې کړئ، اسلامي امارت له تاسو سره همکار دی.»

د جوزجان صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو له مخې، اوس مهال په دې ولایت کې شاوخوا ۸۰  لویې او وړې تولیدي او صنعتي کارخونې فعالې دي چې زرګونه کسان په کې پر کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist