د شاه امان الله خان د واکمنۍ په حکومتي او ټولنیز اصلاحاتو کې ډېرې برخې شاملې وي. د اساسي قانون جوړول، اداري او قضايي نظام رامنځته کول، مالیې سیسټمونه جوړول، پوځي حکومتولي، تعلیم او اقتصاد یې مهمې برخې وې.
غازي امان الله خان له بریټانیا د یوې بشپړې سیاسي او ډېپلوماټیکې ازادۍ تر اعلان وروسته، له هېوادونو سره د افغانستان د سیال کولو هڅې پیل کړې او د دې هڅو لپاره یې لومړی د یوه داسې حکومت بنسټ کېښود چې وکولی شي د وخت مروجه حکومتي سیسټم پر یوې عصري او موډرنه حکومتولۍ بدل کړي.
نوموړي د خپلو هیلو د تحقق لپاره مشروطه سلطنت جوړ کړ، ترڅو د حکومتي مسوولانو او رعیت حقوق او مسوولیتونه په کې په ډاګه شي. د حکومتولۍ ډول او اداري تنظیم چارې یې ووېشلې، ترڅو د خلکو ستونزو او کارونو ته د رسېدنې لپاره د حکومتي ادارو صلاحیتونه او وظیفوي مسوولیتونه مشخص شي او دغه راز یې له شخصي سکټورونو او خلکو د مالیې را ټولولو لپاره منظم مکانېزمونه جوړ کړل، ترڅو عواید په کې په مستقیم ډول د دولت خزانې ته انتقال شي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځي وايي: « غازي امان الله خان او د هغه پلار، امیر حبیب الله خان په افغانستان کې د عصري زده کړو او ښوونځیو بنسټونه اېښي. دوی د افغانستان د رغونې او عصري کولو لپاره دومره څه وکړل چې بل هېچا نه دي کړي.»
امان الله خان له ۱۹۱۹ زېږدیز کال تر ۱۹۲۹ کلونو واکمنۍ کې قضايي نظام رامنځته کړ چې د قضایي صلاحیتونه ترڅنګ په کې مدني، جزايي او تجارتي قوانین هم تدوین شول.
شاه د مالي نظام نافذ شوي سیسټمونه هم بدل کړل او د مالیې راټولو لپاره یې د حساب راجمع کولو یو شمېر تګلارې او قوانین وضع کړل او دغه راز یې په پوځي حکومتولۍ کې هم ژور بدلونونه رامنځته کړل چې پوځ ته مسلکي زده کړې او د عسکرۍ ځانکړي قوانین په کې شامل وو.
د سیاسي چارو شنونکی وايي: « امان الله خان د خپلواکۍ د ټولو ستنو جوړولو لپاره چې عبارت له اقتصاد، تعلیم، سیاست او فرهنګ لپاره مثبت ګامونه پورته کړل. همدارنګه د عصري نظام، اساسي قانون، پارلمان، اقتصادي بنسټونو او له نړۍ سره د اتصال لپاره په نورو هېوادونو کې د ډېپلوماټیکو او سیاسي استازولیو جوړولو لپاره هم ګامونه پورته کړل. شاه امان الله د افغانستان لپاره د عصري حکومت بنسټ کېښود، پوهنتون یې جوړ کړ او زده کړو ته یې ډېره پاملرنه وکړه.»
امان الله خان په حکومتي او ټولنیزو اصلاحاتو کې یوه بنسټيزه اصلاح د تعلیم په برخه کې رامنځته کړه چې خلک یې د زده کړو ارزښت ته وهڅول او د دې موخې د ښې اغېزې لپاره یې یو شمېر زده کړیالان بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره واستول.
دغه راز، امان الله خان د مطبوعاتو د فعالیت لپاره هم ځانګړي قوانین وضع کړل او په ۱۹۲۴زېږدیز کال کې یې د مطبوعاتو نظامنامه جوړه کړه چې د دې نظامنامې پر بنسټ، مطبوعات له حکومتي انحصار څخه خلاص شول او غیر حکومتي نشراتي بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د امان الله خان په حکومتي اصلاحاتو کې یو بې ساري بدلون دا هم و چې اهل هنودو ته په حکومتي ادارو او پوځ کې ونډه ورکړل شوه.