Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزیر: هېوادونه دې د افغانانو د غلامۍ خوبونه نه ویني

دفاع وزیر: هېوادونه دې د افغانانو د غلامۍ خوبونه نه ویني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

له انګرېزي ښکېلاک ګرو د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخستلو ۱۰۷ مې کلیزې په نمانځغونډه کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي چارواکو له هېواد څخه د دفاع او ساتنې په تړاو تازه څرګندونې درلودې.

چارواکو هغو افغانانو ته چې هېواد یې پرې اېښی او له بهره د نورو په خوله په افغانستان کې د جګړې او کورنیو کډوډیو خبرې کوي، خبرداری ورکوي چې د دوی هر ډول اقدام به د اسلامي امارت  ځواکونو له سخت او جدي نظامي غبرګون سره مخ شي.

د دوی په خبره، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول افغانان له توپیر پرته کولی شي په ډاډمنه فضا کې  ژوند وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وايي: « زه له دې ځایه پر ورانکارو او شریرو عناصرو غږ کوم چې د اسلامي نظام او ملت ترڅنګ ودرېږي، کړېدلي افغانان آرام ته پرېږدي، د نورو په لمسون له بېځایه تخریب څخه لاس واخلي او کورنیو جګړو ته دې لمن نه وهي. هغه کسان اوس ملت ته مخ نه لري چې پخوا په کورنیو جګړو کې ښکېل وو؛ دوی اوس د تاریخ تورې کرښې ګرځېدلي دي.»

د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني وايي: « هغو کسانو ته چې د پردیو له خوا د هېواد نا امنه کولو لپاره کارول کېږي، زموږ سپارښتنه دا ده چې مه خپل ځان تباه کوئ او مه ولس ځوروی. د پردیو په تحریک د خپل ولس ځورول نه د افغانیت غوښتنه ده او نه هم د اسلام تقاضا.»

د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، فصېح الدین فطرت وايي: « هغو کسانو ته زما پیغام چې خپل کور یې د پردیو په غوښتنه ترک کړی او اوس د هېواد په ضد دسیسې جوړوي، هوښیار شئ، په هوښ راشی او د دسیسه جوړولو په ځای راشئ او د خپلو خلکو ترڅنګ، ازاد او په عزت ژوند وکړئ. د اسلامي امارت غېږه د دوی پرمخ خلاصه او د عفوې لمن یې غوړېدلې ده. که چېرې دا تېروتنه وکړي او د هېواد د نظم په اخلال لاس پورې کړي، پر وړاندې یې د وسله والو ځواکونو غبرګون به ډېر قاطع، چټک او ځپونکی وي.»

د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي: « ځینې جهتونه کوشش کوي امنیت اخلال او بد امني راولي، اقتصاد مو کمزوری کړي، پلونه او پلچکونه مو ویجاړ کړي، په یوه او بل نوم تفرقه واچوي، خو تاسو لوی هدف ته متوجه شئ؛ یانې د وحدت ساتل، د نظام او جغرافیې ساتل.»

بهرنیو چارو وزیر د خپلواکۍ کلیزې په نمانځغونډه کې خبرو پرمهال وايي، ځینې هېوادونه د بې ثباتۍ جوړولو هڅې کوي، خو هغه چې له اسلامي امارت سره ښه ګاونډيتوب او مثبت تعامل لري، نه یوازې دا چې په سیاسي برخه کې بلکې په امنیتي لحاظ هم په ګټه کې روان دي.

د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وايي: « په سیمه کې ځینې جهتونه هڅه کوي چې بې ثباتي او بې اعتمادي رامنځته کړي، خو د دې سیمې امنیت له یوبل سره تړلی دی. هغه هېوادونه چې له اسلامي امارت سره یې مثبت تعامل کړی، هغوی ګټه کړې، هم یې اقتصادي ګټه کړې، هم یې سیاسي او هم امنیتي ګټه کړې. برعکس، هغه چا توان کړی چې مثبت تعامل یې نه دی کړی.»

د ملي دفاع وزیر دغه راز وايي، دا چې افغانانو په یوې پېړۍ کې درېیو یرغلګرو امپراتوریو ته ماتې ورکړې، باید نور هم ترې درس واخلي او د افغانستان د غلامۍ خوبونه ونه ګوري.

محمد یعقوب مجاهد زیاتوي، جدي هڅې روانې دي چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره، افغان وسله وال پوځ په هر ډول هوايي او ځمکنیو پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال شي.

ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاتوي: « موږ ټولو جهتونو او هېوادونو ته وایو چې له افغانانو څخه دې د غلامۍ توقع نه کوي. داسې هڅه مه کوئ چې د افغانانو سیاست د خپلې خوښې مطابق عیار کړی او مه دا تمه کوی چې ستاسو له فرمایش سره سم به دوی خپل نظامي او دفاعي پرمختګ کمزوری کړي. موږ ژمن یو چې د افغانستان د لا قوت لپاره په هره مانا هڅه کوو او کوښښ کوو چې خپل پوځونه په هوايي او ځمکنیو تجهیزاتو او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال کړو.»

دفاع وزیر دغه راز ټینګار کوي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې او تعامل غواړي.

محمد یعقوب مجاهد په دې اړه وايي: « کله چې زموږ دین او عقیدې ته خطر نه وي او زموږ ملي منافع محفوظ وي، موږ له ټولو هېوادونو سره تعامل غواړو؛ موږ له شرقي ځواک سره هم تعامل غواړو، له غربیانو سره هم تعامل غواړو  او د سیمې له لویو او کوچنیو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړو؛ داسې تعامل چې پرمتقابل احترام ولاړ وي.»

د نوموړي په خبرو، ځینې کړیو او هېوادونو هڅې پیل کړې دي چې افغانستان نورو ته دګواښ په توګه معرفي کړي، خو اسلامي امارت ټولو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ یوه هېواد ته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې افغان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist