Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

هند تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دې پېژندلې، خو په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره کاري اړیکې په تدریجي ډول پراخې کړې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوې خبري غونډه کې ویلي چې نوي ډهلي له کابل سره ډېپلوماټیک تعامل ساتلی او په ورته وخت کې یې بشري مرستو او پراختیايي همکاریو ته هم دوام ورکړی.

رندهیرجیسوال ویلي چې هېواد یې د ۲۰۲۵ کال له وروستیو  څخه له اسلامي امارت سره خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي او  تعامل یې زیات کړی.

د هند بهرنیو چارو  وزارت ویاند زیاته کړې: « هند په ۲۰۲۲ کال په کابل کې خپل سفارت د یوه تخنیکي ماموریت په کچه بېرته فعال کړ او له هغه وروسته یې د اسلامي امارت چارواکو سره ډېپلوماټیکې اړیکې په تدریجي ډول پراخې کړې دي. د دواړو هېوادونو اړیکو په ۲۰۲۵ کال کې لا زیات پرمختګ وکړ، هند او اسلامي امارت د کابل او نوي ډهلي لپاره د لوړپوړو ډېپلوماټیکو استازو د ټاکلو اعلان وکړ او د پراخو ډېپلوماټیکو اړیکو د بېرته ټینګولو پر لور یې ګامونه پورته کړل.»

هند د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته له نوي ‌ډهلي څخه د لیدنې بلنه ورکړه او دا لیدنه د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره خورا مهم پرمختګ وبلل شو.

هند له اسلامي امارت سره د اړیکو او تعامل د پراخولو ترڅنګ، له افغانستان سره د غنمو، درملو، واکسینونو او نورو اړینو توکو په ګډون، بشري مرستې هم برابرې کړې دي.

نوي ډهلي د دې ترڅنګ په افغانستان کې د پراختیایي پروژو او د ظرفیت لوړولو له پروګرامونو هم ملاتړ کړی.

افغان شنونکي بیا په دې باور دي چې له هند سره سیاسي او ډېپلوماټیک تعامل په خپل ځای مهم دی، خو د هند له خوا کېدونکي بشري مرستې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو لپاره خورا مهم دي.

دوی د افغانستان پر وړاندې د هند تګلارې ته په اشارې وايي چې هند هڅه کوي، ترڅو افغانان د سیمه ییزو سیالیو قرباني نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « هند هڅه کوي چې د افغانستان خلک د سیمې د سیاستونو قرباني نه شي او له همدې امله اسلامي امارت سره له نږدې کار کوي، ترڅو د افغانستان کورنۍ ستونزې ختمې، په افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي او نظام یې بقا ومومي.»

هند د جمهوریت په کلونو کې هم هر کال افغانستان ته د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته ورکوله چې تر ډېره په بشري او پراختیايي برخو کې لګېدله.

د دې ترڅنګ نوي ډهلي له کابل سره د سوداګریزو  او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره هم بدیلې لارې انتخاب کړي او په هر ډول حالاتو کې یې له افغانستان سره سوداګرۍ ته دوام ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist